د افغانستان کرکټ بورډ له خوا پیل شوې د ۱۷ کلنو ولایتي کرکټ سیالۍ د زاهد امان د ښکلي بالینګ او رحمان ګربز د ښکلي بیټینګ په مټ د خوست لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسید.
د سیالیو فاینل لوبه نن دوشنبه (مارچ ۷مه) په ننګرهار غازي امان الله کرکټ نړیوال لوبغالي کې د خوست او پروان تنکیو ځوانانو ولایتي کرکټ لوبډلو ترمینځ ترسره شوه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، خوست لوبډلې د یوې یو اړخیزې لوبې وروسته پروان منتخبې ولایتي لوبډلې ته ۸ ویکټو ماتې ورکړه او د الکوزي ۱۷ کلنو ولایتي کرکټ ټورنامنټ د اتلولۍ جام یې وګاټه.
د کرکټ بورډ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې چې په سیالۍ کې پروان لوبډلې په لومړي وار کولو سره د خوستي ځوانانو مقابله و نه کړای شوه او ټوله لوبډله په ۳۲ م اور کې یواځې په ۶۲ منډو وسوځیده.
د خوست لوبډلې له پاره زاهد امان د پروان لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.
ټاکل شوی هدف د خوست منتخبې ۱۷ کلنې ولایتي کرکټ لوبډلې په اسانۍ سره د لوبې په ۱۰ م اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.
که څه هم د خوست له پاره رحمان ګربر ۴۹ منډی جوړی کړی وی خو زاهد امان په ښکلي بالینګ د لوبې غوره لوبغاړې اعلان شو.
د ټورنامنټ په پای کې الهام، چې په یوه لوبه کې یې د ۱۵۳ منډو په مټ ټولټال ۲۰۲ منډې جوړې کړې وې د سیالیو غوره بیټسمین، مجیب الرحمان په ښکلي بالینګ چې ټولټال یې ۱۹ لوبغاړي سوځولي وو د ټورنامنټ غوره بالر او مصور ځوان غوړیدونکې لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز د ټورنامنټ د غوره لوبغاړو جایزه بیا په ګډه په ۱۲۵ منډو او ۸ ویکټو الف خان دولتزي او دغه راز محمد هاشم ته ډالۍ شوه، چې د ۱۱۵ منډو ترڅنګ یې ۱۰ ویکټې هم ترلاسه کړی وی.
د یادونې وړ ده، چې د کرکټ بورډ په نوښت پیل شوی د ۱۷ کلنو په ولایتي کرکټ سیالیو کې ۱۶ ولایتونو برخه اخیستې وه چې په ۴ ګروپونو کې یې د ۲ اونیو له پاره یې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې لوبې ترسره کړې.