د افغان سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، دوی د سولې خبرو په لړ کې پر سمه لار روان دي.
ښاغلی خلیلزاد په یو شمېر پرلهپسې ټویټونو کې ویلي چې سولې ته غځېدلې لار تل هواره او نېغه نه وي.
د نوموړي په باور، په افغانستان کې حالت پېچلی دی او د نورو ټولو حساسو خبرو په څېر هر څه په عام محضر کې نه ویل کېږي.
ښاغلي خلیلزاد لیکلي: «څو شېبې راکړئ چې تشریح یې کړم چې موږ کوم ځای ته رسېدلي یو. موږ دوو مهمو موضوعاتو کې پرمختګ کړی، چې یوه له ترهګرۍ سره مبازره ده او بله هم د پوځونو ایستلو موضوع ده، خو د دې معنا دا نه ده چې زموږ کار پای ته ورسېد، معنا یې دا هم نه ده چې ګواکې دغه موضوعات حل شوي دي.»
زلمی خلیلزاد: له طالبانو سره هم سولې او هم جګړې ته تیار یو
ټرامپ ته د غني لیک؛ وړاندیزونه او اندېښنې
خلیلزاد ولسمشر ته د دوحې غونډې راپور وړاندې کړ
«د بینالافغاني مذاکراتو پیل او اوربند د هوکړې اصلي شرط دی»
د ښاغلي خلیلزاد په خبره، دې لړ کې لا هم کار پاتې دی او دغه راز د بین الافعاني خبرو او بشپړ اوربند په څېر نورې مهمې چارې دي چې باید کار پرې وشي.
هغه زیاتوي، «د لومړیو پراخو هلو ـ ځلو له لومړۍ برخې سره هممهاله د قضاوتونو په انداز ګوماني خبرې پیل شوي؛ داسې لکه وروستۍ هوکړې ته رسېدلي دي؛ حال دا چې فیل په یوه ګوله کې نهشي خوړل کېدای او دغه راز څلوېښت کلنه جګړه په یوه غونډه کې، که څه هم اوونۍ اوږدوالی لري، پای ته نه رسېږي.»
دی دا ځل وار د افغانانو ګڼي چې زاړه ټپونه وګنډي او د خپل هېواد لهپاره یو نوی یون پیل کړی. د هغه په وینا مسایل ډېر دي، خوځښتونه هم ډېر دي او دغه راز لوبغاړي هم ډېر؛ خو ټول پر سمه لاره روان یو او هغسې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، «خبرې ښې روانې دي.»
لهدې مخکې ورړمه ورځ (چارشنبې) د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرامپ په ورته ډول د ټویټر له لارې وویل چې په افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې پای ته رسولو لهپاره د سولې خبرې ښې روانې دي.
ولسمشر ټرمپ یوه ټویټ کې ویلي وو، «که څه هم افغانستان کې جګړه روانه ده، خو په وینا یې افغانان پهدې نه ختمېدونکې جګړې کې د سولې غوښتونکي دي.»
د افغان سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ قطر کې له طالب استازیو سره له یوې اوونۍ اوږدو خبرو وروسته وویل، په قطر کې د دوی او طالب استازیو ترمنځ شپږ ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلي او مهم پرمختګونه پهکې شويدي.
ښاغلي خلیلزاد، پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نهده شوې او د وروستۍ هوکړې لهپاره اړینه ده چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي او اوربند اعلان شي.
زلمي خلیلزاد له هغه وروسته تر یوې اوونۍ پورې کابل کې له افغان چارواکیو او سیاستوالو سره په خبرو بوخت و.
نوموړي له هغه وروسته ویلي وو، سوله قرباني غواړي؛ خو په ورته مهال یې نیوکه کړېوه چې «د طالبانو مخالف لوری» د سولې په برخه کې همغږي نهلري چې د شنونکو په اند افغان حکومت ته یې اشاره کړېوه.
بل لور ته افغان ولسمشر محمداشرف غني وړمه ورځ (چارشنبې) کابل کې د ځوانانو ملي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې سوله د بندو دروازو تر شا د لږکیو له لوري پایلې ته نه رسېږي. ده په ورته وخت کې پر نړۍوالو غږ وکړ چې د افغانستان د سولې په برخه کې بیړه ونهکړي او دې برخه کې باید د ټولو افغانانو نظرونه وپوښتل شي.
ښاغلي غني وویل، تجربو ښودلې چې د سولې سم نیمایي تړونونه د بیړې له امله جګړه لا توده کړېده. ولسمشر غني یو ځل بیا پر پاکستان تور ولګولو چې د افغان سولې برخه کې صادقانه هلې ـ ځلې نهکوي