افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په قطر کې يې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال ملابرادر سره خبرو کې د يو شمېر مسايلو د وړاندې تګ په ځانګړې توګه د بینالافغاني خبرو د ژر پيلېدو غوښتنه کړې.
خلیلزاد تېره شپه پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې دواړو لوريو د تاوتريخوالي پر کمولو، له کورونا سره د مبارزې لپاره د بشردوستانه اوربند منلو، د دواړو لورويو د بنديانو پر خوشې کولو، د افغان سولې په اړه د سيمې او د نړيوالو ملاتړ او د بينالافغاني خبرو پيل په اړه خبرې وکړې.
له دې وړاندې د افغانستان حکومت هم له طالبانو څو ځلې غوښتي وو چې له کورونا سره مبارزې لپاره بشردوستانه اوربند وکړي.
د ولسمشر وياند صدیق صدیقي د تېرې دوشنبې په ورځ د ثور ۱۲په يوه خبري ناسته کې له طالبانو غوښتي وو چې د افغانستان د خلکو اصلي غوښتنه چې اوربند دی ومني او تاوتريخوالی کم کړي.
زلمی خلیلزاد همداراز زياتوي، دا ځل يې له طالبانو سره په قطر کې د یوه امریکايي قراردادي مارک فریریچس د راخوشې کولو په اړه هم مذاکرات کړي دي.
مارک فریریچس د تېر کال دلوې مياشت کې خوست کې وتښتول شو. هغه وخت امريکايي چارواکيو نيوزويک اونيزې ته ويلي و چې ياد امريکایی حقاني شبکې تښتولی دی.
له دې وروسته خليلزاد تېره ورځ هند ته لاړ چې خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره د افغانستان د سولې په تړاو مفصلې خبرې کړې دي او په افغان سوله کې د وروستیو تحولاتو په تړاو یې هندي چارواکو ته معلومات ورکړي دي.
ټاکل شوې خليلزاد له هند وروسته پاکستان ته لاړ شي او هلته له پاکستاني چارواکيو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.