په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر د طالب ډلې له سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره لیدلي دي.
شاهین په یوه ټویټ کې لیکلي چې په یاده ناسته کې چې پرون وشوه، دواړو لوریو د بندیانو خوشې کولو بهیر پر ګړندي کولو، د بینالافغاني خبرو اترو پر پیل او ځینو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
په یاده لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي مطلق القحطاني او ورسره مل پلاوي هم ګډون درلود.
خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی او هلته یې د یاد هېواد د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه سره هم لیدلي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دواړو لوریو په یاده لیدنه کې د سولې پروسې، په پاکستان کې د افغان کډوالو او د افغانستان او پاکستان د پولې د کنټرول او مدیریت په اړه خبرې کړې دي.
زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ دوحې، اسلاماباد او کابل ته د خپلو تازه سفرونو لړۍ پیل کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بینالافغاني خبرو اترو د پیل لپاره د دواړو لوریو لهخوا د عملي ګامونو اوچتول د دغو سفرونو اصلي محور بللی دی.