خلیلزاد: د قطر درې ورځنۍ غونډه ګټوره وه

د افغان سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټویټونو کې ویلي چې په قطر کې له طالبانو سره د روانو خبرو اترو ترڅنګ په کابل کې د یو ملي ټیم د جوړېد تابیا نیول شوې چې له طالبانو سره خبرو اترو ته راوړاندې شي.

زلمي خلیلزاد پخوا هم د سولې بین‌الافغاني خبرو پیلول بېړنی لومړیتوب ګڼلی و.

ده په ورته مهال د قطر درې ورځنۍ غونډه ګټوره بللې ده او د پرله‌پسې او ښو غونډو په پار دې جریان ته په کرار او ښه ډول د ادامې ډاډ ورکوي.

د ښاغلي خلیلزاد په خبره، سبا او بل به د دوی ټیم له طالب‌استازیو سره په ګډه مشورتي خبرې وکړي او د شنبې په ورځ به په کلیدي موضوعاتو خبرې وکړي.

ښاغلي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو سره په شپږ ورځنۍ غونډې ویل شوي‌وو چې طالبان به له افغانستانه د القاعده شبکې له استفادې مخنیوی کوي او امریکا هوکړه کړې‌وه چې خپل پوځونه به له افغانستانه وباسي.

په ورته وخت کې طالبان هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دوو ورځو له‌پاره د غونډې د ځنډېدلو خبر ورکوي.

ورته مطالب:

خلیلزاد: ۴۰ کلنه جګړه په یوه غونډه کې نه‌شي ختمېدلی

قطر؛ خلیزاد له طالبانو سره په «جدي مواردو» خبرې کوي

«امریکا له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو اېستلو هڅه کوي»

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام