د هېواد رسنیو مشرانو د خبریالانو ځاني خوندیتوب له پاره د امنیتي پالیسۍ د جوړولو خبره کوي.
دغه خبري غونډه تېره ورځ د رسنیو مسولینو، د ازادو رسنیو ملاتړ کونکي بنسټ (نۍ) له لوري جوړه شوې وه.
ټاکل شوې ده، چې دغه امنیتي پالیسي له نهايي کېدو وروسته امنیتي بنسټونو ته سپارل شي.
صدیق الله توحیدي په دې خبري غونډه کې وویل، چې د دغې پالیسۍ له مخې حکومت مکلف دی، د خبریالانو ځاني امنیت خوندي کړي.
توحیدي وايي، چې ولسمشر په رسمي ډول سره د ملي دفاع وزارت لوی درستیز موږ ته معرفي کړی دی او لارښوونه یې کړې ده، چې رسنۍ دې د ستونزو په وخت کې ده ته مراجع وکړي.
نوموړي وویل، چې د لوی درستیز سره یې په لومړۍ ناسته کې د خبریالانو ځاني امنیت خوندیتوب له پاره د امنیتي پالیسۍ پر جوړولو او د امنیتي بنسټونو له خوا پر پلي کولو خبرې وشوې.
توحیدي وايي، دا لومړی ځل دی، چې د رسنیو مسولین د یوې طرحې له پاره راټولیږي او په تېر کې د خبریالانو ترمنځ دا ډول همغږي موجوده نه وه او دغه چاره د خبریالانو له پاره د ډېرو پېښو د رامنځته کېدو لامل شوې وه.
خو له بل لوري د هېواد بل خبریال سعید حقیقي وايي، چې د رسنیو مسولینو له خوا د امنیتي خوندیتوب پالیسي به د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو له پاره محدودیتونه پیدا کړي.
ده وویل، چې دغه پالیسي به له رسنیو نه د حکومتي بنسټونو د ناوړې ګټنې له پاره زمېنه برابره کړی او په راتلونکي کې به خبریالان سانسور ته مجبوره کړي.
د رسنیو مسولین په داسې حال کې دغه کار تر سره کوي، چې افغانستان اوس هم د رسنیزو کارونو له پاره خطرناک هېواد د