خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۹۰ دوسیې په نړیواله جزايي محکمه کې ثبت شوي

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نی وايي، خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي او زور زیاتي دوسیې چې د بشریت پرضد جنایت او جنګي جنایت بلل کېږي نړیوالې جزايي محکمې یا ICC  کې یې ثبت کړي دي.

د نی اجرایوي رییس عبدالمجیب خلوتګر نن په یوې خبري غونډه کې وویل، دوی د خبریالانو سره د زور زیاتې او تاوتریخوالي ۱۹۰ هغه دوسیې چې د خبریالانو د وژنې، ټپي کولو، تښتونو او د تاوتریخوالي نور ډولونه په کې شامل دي د جنګي جنایت په توګه یې نړیوالې جزايي محکمې کې ثبت کړي دي.

د ښاغلي خلوتګر په خبره، دغه دوسیې له ۱۳۸۲ کال راهیسې تر نن پورې ثبت شوي دي او د پېښو اصلي عاملان یې طالب، داعش، حقاني شبکه ګڼل کېږي.

د نی اجرایوي رییس له حکومت او ملګرو ملتونو غواړي چې په نړیواله جزايي محکمه کې د خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي او زور زیاتې دوسیو په ثبت او پلټنه کې مرسته وکړي.

ښاغلی خلوتګر زیاتوي دا دوسیې  د جزا نړیواله محکمه کې ثبت شوې دي، چې ۴۸ د وژنې، ۷۴ د ټپي کولو، ۱۵ د یرغمل نیونې او خبریالانو او د رسنیو کارکونو ته د ګواښونو ۵۳ پېښې دي. 

د ازادو رسنیو ملاتړ یا نی بنسټ مسوولین پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکیو او رسنیزو بنسټونو د وېره اچونکو ډلو بریدونه او له دوی سره شوی تاوتریخوالی جنګي جنایت بولي. 

د جزا نړیواله محکمه یا ای سي سي لومړنۍ نړیواله محکمه ده چې په نړیواله کچه د توکم وژنې جرمونه او د بشریت ضد جنایتونه او جنګي جنایتونه څېړي. دغه ډول جرمونه په نړیواله کچه تر ټولو جدي ګڼل کېږي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام