عزیزه: د څوارلس کلنۍ په یو سهار له خوبه راپاڅېدم او سملاسي مې لاس په خپل پتلون ولګېد. خوب مې رښتیا و؛ ځان مې لوند کړیو. ځان سره مې وویل: خدایه! ما خو بېګا اوبه نهوې څښلې.
په منډه تشناب ته لاړم او ومې لیدل چې له ملا لاندې په وینو کې غرقه یم. نه پوهېدم څه وکړم. فکر مې وکړ چې سخته ناروغه شوې یم او ښه ډېره وینه رانه تللې ده. که په څه پوهېدم دا وو چې بده پېښه راشوېده.
زه پهخپل کور کې یوازینۍ جلۍ وم او دا زما یوه له بدمرغیو څخه وه. مور ته مې ورغلم او ټول جریان مې ورته وویلو. که څه هم پوهېده چې په ما څه شوي؛ خو راته ویېویل: خاورې دې په سر شه؛ زړه دې مېړه غواړي چې داسې شوې یې. څو بدې ـ ردې یې راته وکړې او دا یې هم ونه ویل چې بالاخره دا ناروغي څه درملنه لري.
له یوې خوا سخته ناروغه وم او ټول وجود مې درد کولو او له بلېخوا مې د ګناه احساس ټول وجود رانیولی و. مور مې دومره خپه وه چې له ما سره یې خبرې نهکولې.
ستړې وم، نه پوهېدم چې څه وکړم. څو ورځې ښوونځي ته لاړه نهشوم، ځانته مې ښه ډېر وژړل. د یو قدم اخیستلو توان مې هم نهلرلو. له ټولو ډارېدم او فکر مې کولو، ټول راباندې پوهېږي چې څه بلا راباندې راغلې ده. څو ځلې مې له خدایه د مرګ غوښتنه وکړه. ځان مې وخوړ او تشویش مې وکړ چې ۵ کاله بیا پریود نهشوم.
لومړیو درېیوو کالو کې خوشاله او راضي وم؛ خو پوهنتون ته له داخلېدو وروسته بیاځلي لږهلږه تشویشي شوم. ځان سره مې ژمنه کړې وه چې هېڅکله به پهدې اړه له چا سره خبرې نهکوم؛ حتا له خپلو نږدې دوستانو سره هم.
بلاخره د پنځو کالو له تېرېدا وروسته مې یو ځل بیا د کوژدنې په شپه میاشتني ناروغي پیدا شو؛ خو دا ځل مې هېچا ته څه ونه ویل.