حکومت ولسي جرګې ته پاتې ۱۶ نوماند وزیران ور وپيژندل

ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ( دوري ۱ لومړۍ) ولسي جرګې ته د نوې کابینې د پاتې نوماند وزیرانو لیست ور لیږلی دی.

په دغه لېست کې د پاتې ۱۶ وزارتونو له پاره اشخاص له ولسي جرګې څخه د باور رایې اخیستلو په موخه ور پیژندل شوي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د کابینې د پاتې چوکيو له پاره د اشخاصو په ټاکنه کې وړتیا او مسلکيتوب لومړی معیار ګرځول شوی او دمېرمنو په برخه کې ځانګړې پاملرنه شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په کابینه کې قومي توازن په پام کې نیول شوی خو د اشخاصو په ټاکنه کې قوميت لومړی معیار نه دی.

ولسي جرګې ته په استول شوي لېست کې همایون رسا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته د نوماند، عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د نوماند، اسدالله ضمیر د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته د نوماند، محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته د نوماند، انجنیر محمود بلیغ د فواید عامې وزارت ته د نوماند، عبدالستار مراد د اقتصاد وزارت ته د نوماند، ډاکټر محمد الله بتاش د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته د نوماند، اسدالله حنیف بلخي د پوهنې وزارت ته د نوماند، سید سعادت منصور نادري د ښار جوړونې چارو وزارت ته د نوماند، ډاکټر عبدالبصیر انور د عدلیې وزارت ته د نوماند، پوهنیار عبدالرزاق وحیدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته د نوماند، مېرمن دلبر نظري د ښځو چارو وزارت ته د نوماندې، پوهندوی مېرمن سلامت عظیمي له نیشه یي توکو سره د مبارزې وزارت ته د نوماندې، ډاکټره فریده مومند د لوړو زده کړو وزارت ته د نوماندې، ډاکټره مېرمن نسرین اوریاخیل د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د نوماندې او علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ وزارت ته د نوماند په توګه معرفي شوي دي

ولسمشر اشرف غني له نن ځېنې کابو ۲ میاشتې وړاندې د کابینې ۲۴ وزیران ولسي جرګې ته ور وپيژندل چې په هغې دوه نوماندان له خپلې نوماندۍ لاس په سر شو او یو هغه یې د ځېنې جرمي تورونو له امله له لېست و غورځول شو.

په هغه لومړي لېست کې ۸ نوماندان وتوانېدل چې د ولسي جرګې د باور رایه تر لاسه کړي.

چې دکورنيو چارو ، دبهرنيو چارو ، دمالیې ، دحج او اوقافو، د کانونو او پېټرولیم، د روغتیا، دګډوالو او د کليو د پراختیا وزارتونو ته نوماندانو د ولسي جرګې باور خپل کړ او اوس یې په دندو پېل کړی دی.

ولسي جرګې دخپلې ورستۍ دورې د پېل په مراسمو کې ویلي و چې د اداري پلاوي له ټاکنې وروسته به یې لومړی کار د کابینې بشبړول وي.

اوس وکتل شي چې په دغه ۱۶ نوماندانو کې کوم هغه یې د باور رایه تر لاسه کولی شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام