پر روڼتیا د څار بنسټ مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د ولسمشر دفتر، لویه څارنوالي، ولسي جرګه او ستره محکمه هغه مهمې دولتي ادارې دي چې له رسنیو نه یې معلوماتو ته د لاسرسي حق اخیستی او د هغو له ورکولو ډډه کوي.
د غه بنسټ اجرايوي رییس سیداکرام افضلي وايي، یو شمېر قانون جوړونکي بنسټونه خپله د قانون په ماتولو کې لاس لري.
افضلي معلوماتو ته د لاسرسي کمېسیون د قانون پلي کولو په برخه کې پر بېغورۍ تورنوي او وايي، حکومت دغه کمېسیون برمته کړی او د معلوماتو خپرولو ته یې نه پرېږدي.
د بېپولې خبریالانو سازمان هم له افغان حکومته غوښتي چې معلومات له هر راز قید او شرط پرته د رسنیو په واک کې ورکړي.
ومو غوښتل چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو، خو له پرلهپسې اړیکو سره سره د مسوولانو د نظر په اخیستو بریالي نه شوو.
تېره ورځ له ۳۰ ډېرو کورنیو رسنیو د یوه پرانستي لیک په خپرولو پر حکومت تور پورې کړ چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې بېپروايي او له رسنیو سره غولوونکی چلند کوي.
د رسنیو په اعتراضلیک کې لیکل شوي چې حکومت معلوماتو ته د لاسرسي حق او له ازادو رسنیو د ملاتړ قانون سره دوهګونی چلند کوي.
اړوند مطالب:
پر روڼتیا د څار بنسټ: حکومت څېړنیز راپورونه نه څاري
د رسنیو اعتراضلیک؛ افغانستان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې شاتګ کړی