حکومت د پنجشېر پر غمیزې ۳ ورځې ملي ماتم اعلان کړ

پرون د پنجشېر د غميزې په اړه د کابينې په فوق العاده غونډه کې سر له ننه، چې د ۲۰۱۵م زیږديز کال د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، د ولسمشر اشرف غني  له لورې په ټول هېواد کې د درې ورځو لپاره د ملي ماتم اعلان وشو.

د هېواد په ځينو سيمو کې د دوامداره ورښتونو او واورې ښویېدلو له کبله ګڼ شمېر خلک وژل شوي او کورونه يې له منځه تللي دي، چې په کې د افغانستان ټولو ولايتونو په پرتله پنجشیر ولایت ته زيات زیان رسیدلی دی.

وروستي راپورونه ښيي، چې په دې ولایت کې د واورو ښویېدو له امله شاوخوا ۲۵۰ کسان مړه شوي دي.

افغان ولسمشر د جمعې په ورځ په دې ولايت کې د مصيبت ځپلو خلکو څخه د لیدنې پر مهال وويل؛ " د وزيرانو شورا مې په همدې خاطر راوغوښته، چې ټولو وزارتونو ته د تيار سئ حکم ورکړم او د دې تر څنګ هوايي قوا هم باید مصیبت ځپلو ته د هوا له لارې مرستې ورسوي."

ولسمشر غني  زیاته کړه، چې دا مصيبت د ټولو افغانانو دی او ټول افغانان دا درد حس کوي.

ولسمشر همدار راز وویل، چې ۲۰ میليونه افغانۍ به فوراً د شهيدانو په کورنيو او ټپيانو ووېشل شي.

له ارګ څخه  په خپره شوې خبر پاڼه کې دا هم راغلي، چې په دې درې ورځو کې به د هېواد په ټولو سیاسي دفترونو او سياسي څانګو کې ملي بېرغ نیم زوړند وي.

د کابېنې په ناسته کې له دینې علماو او قومي مخورو هم غوښتل شوي، چې د دې پېښو د قربانیانو لپاره دې د فاتحې او قران عظیم الشان د ختم مراسم ونیسي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې کاږل شوي، چې سبا ( د کب په ۱۰ مه ) د طبیعي پېښو د قربانیانو لپاره د ارګ او د پلارمېنې کابل ښار په نورو جوماتونو کې به د فاتحې مراسم ونیول شي.

د پنجشیر ولایت د واورې ښوېدنې د پېښې د قربانیانو شمېر د زیاتوالي په موخه اجرایوي رییس عبدالله عبدالله  به درې ورځې په یاد ولایت کې وي.

 جمهورییس د کابېنې په دې ناسته کې ټولو اړوندو بنسټونو ته امر وکړ، چې د واورې لاندې د بند پاتې شویو کسانو، قربانیانو لیږد، او د ټپیانو په درملنه کې د لومړنيو مرستو په موخه په ټولو ولایتونو کې هڅې کړندۍ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک او ځينط کار پوهان حکومت په دې تورنوي، چې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره منظم پروګرام نه لري او حکومت هغه مهال له پېښو خبريږي، چې د قربانيانو شمېر زیات شي.

ولسمشر د پنجشېر له  سرپرست والي عبدالرحمان کبيري وغوښتل، چې د مرستو لپاره نور تدابیر هم په پام کې  ونيسي.

غني وايي، چې ځپل شوي کورنۍ به دوامداره ستونزې لري او د دوی د دوامداره ستونزو د حل په موخه باید د پنجشیر سرپرست والي لازم پروګرامونه جوړ کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام