حکومت د نانوایانو له لارې پر بې‌وزله کورنیو وچه ډوډۍ وېشي

ولسمشرۍ ماڼۍ حکومتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د نانوایانو له لارې پر بې‌وزله کورنیو د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام پیل کړي.

ولسمشر محمداشرف غني ویلي، دغه پروګرام یې په هېواد کې ناسم اقتصادي وضعیت ته په کتو چې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله رامنځته شوی، په پام کې نیولی او له کابله به پیل او په دوام به یې په هرات، بلخ، کندهار، کندوز او ننګرهار ولایتونو کې هم پلی شي.
ولسمشر له مسوولانو بنسټونو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، د سیمو له وکیلانو او مدني ټولنو غوښتي چې د بې‌وزله کورنیو په پېژندنه او د نانوایانو له لارې پرې د وچې ډوډۍ د وېشلو په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

د کابل د نهمې او اوولسمې ناحیو وکیلانو مرتضی سعیدي او عصمت سلام‌وطندار ته ویلي چې بې‌وزله کورنۍ، معلولان او د سړک غاړې پلورونکي په دغه پروګرام کې شامل دي.

د دوی په وینا، په خپلو ناحیو کې یې د یادو کورنیو نوملړ چې په هره ناحیه کې ۱۳۰۰ کورنۍ کېږي، چمتو کړی او د ښاروالي، د سیمې وکیل او د جومات له ملا‌ امام سره په همغږۍ به پرې وچه ډوډۍ ووېشل شي.

د ولسي جرګې غړي عارف رحماني بیا خبرداری ورکړی، که حکومت د خلکو د لوږې مخه ونه نیسي، ښايي له سختې لوږې سره مخ شي.

د نوموړي په وینا، په یوازې وچې ډوډۍ د لوږې مخه نه نیول کېږي او هغه کورنۍ هم نه دي په ګوته شوې چې بې‌وزله یا له لوږې سره مخ دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د دغه پروګرام ترڅنګ یې ځینې سترې او کوچنۍ پروژې هم په پام کې نیولي چې لسګونه زره کسانو ته به په‌کې کاري اسانتیاوې برابرې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام