حکومت دې ټاکنو کې سیاسي ګوندونو ته ونډه ورکړي

په کابل کې د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا د خپل موجودیت د اعلان پر مهال له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې دې سیاسي ګوندونو ته ونډه ورکړي.

دغې شورا چې د یوولسو جهادي او سیاسي ګوندونو مشران په کې ګډون لري؛ نن (دوشبنه) په کابل کې خپل موجودیت اعلان کړ.

د غونډې پر مهال د دې شورا ویاند سید حامد ګیلاني وویل، د دوی شورا کلک هوډ لري، چې خپل پيغام نورو سیاسي او جهادي ګوندونو ته ورسوي.

د ده پر وینا، شورا یې نه یواځې په کابل پورې تړلې ده، بلکې نوره به هم پراخه شي: " دا شورا د یوولسو مختلفو جهادي، روحاني او سیاسي ګوندونو څخه جوړه شوې، چې لمن به یې د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېږي."

سید حامد ګیلاني وايي، چې د سولې له پاره د حکومت هر ډول ګام ستايي، حکومت باید پر قانونمندۍ ټينګار وکړي او هڅه کوي، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې تر څنګ ځوانانو ته کار د کار زمینه برابره کړي.

ښاغلی ګیلاني زیاتوي، موخه یې دا ده، چې حکومت د ټاکنو مهالوېش اعلان او په ټاکنو کې سیاسي ګوندونوته ونډه ورکړي.

ګیلاني دا هم وویل، چې د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا به حکومت ته د سولې په برخه کې یوه جامع طرحه هم وړاندې کړي.

دغه راز، د دې شورا مسوولان وايي، چې د ټاکینز نظام په سمون کې باید د حزبونو رول پياوړی شي.

له دې وړاندې هم کابل کې د یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو او د حامد کرزي د وخت د کابینو د ځېنو غړو له خوا د حراست او ثبات په نوم یوه  شورا اعلان شوه، چې له ځېنې غوښتونو سره یې حکومت مخالفت وښود.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام