هغه اسناد چې سلام وطندار تر لاسه کړي ښي، چې حکومت د برېښنايي تذکرو د وېش اداره تعطیلوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، چې د برېښنايي تذکرو وېش د حکومت له پاره اړینه ده، خو د نړېوالو مرستو بندېدو او د بودیجې نشتوالي له کبله حکومت اړ دي، چې د دې ادارې کارکوونکي لرې کړي.
د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې تمویلوونکو هېوادونو له دې مخکې خبرداری وکړی و، چې که د تذکرو وېش چارې عملاً پیل نه شي؛ دوی به خپلې مرستې و دروي.
د برېښنايي تذکرو وېش د ملي یووالي حکومت یو له ژمنو څخه ده.
ځېنې شنونکي په دې باور دي، چې د برېښنايي تذکرو له وېش پرته ښه حکومتوالي، سمون او رڼې ټاکنې ناشوني دي.
ټاکل شوې وه، چې د روان کال د زمري میاشتې په ۲۸مه ڼېټه د برېښنايي تذکرو د وېش چارې پیل شوې وی، خو د ناڅرګندو دلایلو له امله د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري وځنډول شوې.
د برېښنايي تذکرو اداره په پرلپسې ډول ټینګار کوي، چې د تذکرو د وېښ عملي چارو پیلولو ظرفیت لري.
د دې ادارې چارواکي وايي، چې تر اوسه پورې یې له نیم میلیون زیات کسان چې ډېره برخه یې دولتي مامورین دي؛ د تذکرو ازمايښتي وېش له پاره یې نومونه ثبت کړي دي.
په ورته وخت کې هېوادوال هم له کاغذي تذکرو ستړي شوي دي، خو د یو کال په تېرېدو سره حکومت د برېښنايي تذکرو په وېش نه دی توانېدلی.
د دغې ادارې د خپرونو رییس فیاض الدین غیاثي وايي، چې د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې تعطیلولو موضوع د مامورینو د اندېښنې لامل شوې ده.
غیاثي وویل، چې اوسنې وضعیت ته په کتو دغه اداره تعطیل شي؛ ټول مامورین به اوزګار پاتې شي.
په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د ځواب اخیستلو په برخه کې سلام وطندرا د پرلپسې اړیکو په نیولو بریالی نه شو.