د بامیان لسګونو اوسېدونکیو نن د یوې اعتراضیه راټولېدنې پرمهال د روزګان ولایت د خاصروزګان ولسوالۍ د ملکیانو وژل کېدل او بېځایه کېدل یوه انساني فاجعه وګڼله او حکومت یې تورن کړ چې د ملکیانو دفاع نهکوي.
دا معترضان وايي، که حکومت له اوله د طالبانو له بریدونو نه د ملکیانو د دفاع په پار کوم تدبیر لرلی؛ دومره ستر ناورین به نه پېښېد.
د بامیان مدني فعال وزیراحمد ستیز وايي، د خاصروزګان ولسوالۍ سلګونه کورنۍ لهدې ولسوالۍ نه نږدې ولسوالیو ته کډه شوېدي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د بامیان اوسېدونکي له نړۍوالو بنسټونو او افغان حکومته غواړي چې ژر تر ژره د ملکیانو د وژنې مخنیوی وکړي او په استوګنیځو ځایونو کې د جنګ مخه ونیسي.
دا اعتراضیه راټولېدنه د یوې ۵مادهییز پرېکړهلیک په اورولو سره پای ته ورسېده.
خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاهحسین مرتضوي سلاموطندار ته وویل، ولسمشر د خاصروزګان ولسوالي د وضعیت څېړلو او ارزولو په موخه یو پلاوی یادې ولسوالۍ ته استولی دی. د نوموړي په وینا، دفاعي ځواکونه هم اوسمهال په سیمې کې دي او له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
طالبانو دوې اوونۍ مخکې د شپې ناوخته مهال د رزوګان ولایت د خاصروزګان ولسوالۍ په حسیني، کندلان، کاریز او ګردچمن کلیو بریدونه وکړل چې له ۷۰ زیات ملکیان پهکې ووژل شول او ۴سوله کورنۍ بېځایه شوې.