حکومت او طالبانو تر بیا ناستې پر یوبل د لوی بريد نه کولو ژمنه کړې

په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالبانو له مخامخ خبرو اترو د رسمي پېل څخه يوه ورځ وروسته د بېلابېلو رسنيو له لوري مختلف راپورونه خپاره شول.

په دغو راپورونو کې د معتبرو سرچينو له خولې داسې هم ويل شوي، چې د رسمي خبرو اترو د پېل په لومړي پړاو کې افغان حکومت او طالبانو سره سلا کړې، چې د خبرو اترو په جريان کې به پر یو بل لوی بريدونه نه ترسره کوي.

په مذاکراتو کې د ګډون کوونکي له قوله ويل شوي، چې دواړه لوري به واړه واړه بریدونه به له پامه غورځوي.

بل لوري افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې

له طالبانو سره په پاکستان کې د سولې خبرو اترو په برخه کې د خپل قوي موقف څخه بحث کوي.

اشرف غني زياته کړې، چې له دې وروسته به د سولې په لومړنيو خبرو اترو کې د اعتماد سازۍ فضا، د دغې پروسې د دوام او مذاکراتو د فهرت په اړه خبرې وشي.

نوموړي تېره ورځ (جولای ۷) د هېواد سياستوالو، د رسنيو مسوولينو او تحلیل ګرانو سره په ارګ کې د غونډې پر مهال دا هم وویل، چې د سولې خبرې اترې بين الافغاني دي او مالکيت به يې هم د افغانانو په لاس کې وي.

هغه ټينګار کړی، چې د نړۍ هېوادونو او وسله والو مخالفينو دا منلې، چې افغان امنيتي ځواکونه ماتې نه منونکې دي او د سولې خبرو اترو په برخه کې به د خپل قوي موقف نه کار اخلي.

افغان ولسمشر د هېواد سياستوالو، تحلیلګرانو او د رسنيو مسوولينو ته زیاته کړه، چې د خبرو اترو په لومړيو مرحلو کې به د تاوتریخوالي کچه را ټيټه شي او په وروستيو کې به په ټولیز ډول له منځه یوړل شي.

ده څرګنده کړې، چې د سولې په خبرو اترو کې به د ښځو ترکيب د پخوا په شان محفوظ وي او د افغانستان د اساسي قانون لومړي او دویم فصل تعديل به د خبرو اترو په موضوعاتو کې شامل نه وي.

محمد اشرف غني زياته کړې، چې د ډيورنډ کرښه به هيڅکله هم د سولې د خبرو اترو په اجنډا کې شامله نه شي.

اخوا طالبانو هم په خپله رسمي پاڼه کې ليکلي، چې
له دې وروسته د طالبانو د ټولو خارجي او داخلي سیاسي چارو مسؤلیت یوازې سیاسي دفتر ته سپارل شوی.

په خبر پاڼه کې راغلي، سیاسي دفتر پوره واک او صلاحیت لري چې له حالاتو او شرایطو سره سم، کله او په کوم ځای کې چې وغواړي، له خارجي او داخلي اړخونو سره د اسلامي اصولو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره مذاکرات وکړي او یا یې هم متوقف کړي.

اخوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو سره د سولې له خبرو اترو هر کلی کړی او دا يې د هېواد د ثبات له پاره نیک اقدام بللی دی.

په افغانستان د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نيکولاس هيسم هم د دغو خبرو اترو هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې په افغانستان سوله یوه هيله نه بلکې یو ضرورت دی.

د پاکستان صدر اعظم نواز شریف هم د سولې خبرو اترو له رسمي پېل څخه هرکلی وکړ.

هغه ويلي، چې باید په افغانستان د سولې راوستو په موخه خبرې اترې جاري وساتل شي.

په دې اړه بیا د طالباني سياست شنونکی وحید مژده سلام وطندار ته ویلي، چې د اسلام اباد په ګډه غونډه کې د افغانستان څخه د بهرنیانو پر وتو او جګړې پر بندلو ټينګارشوی دی.

مژده زیاتوي، پاکستان په دغه ډول غونډې چمتو کېدو سره هڅه کوي چې یو ډول امتیاز ترلاسه کړي.

خو د سیاسي چارو کارپوه میاګل وثیق بیا وایي، چې د اسلام اباد غونډه تر یو بریده مثبتې پایلې ولري، ځکه پر وینا یې دغه غونډه کې ترټولو ریښتینولي اړینه ده.

وثیق زیاته کړه، چې د اسلام اباد په غونډه کې د طالبانو استازي د دوی د ګوند څخه وتلي خلک نه دي او له شک پرته د طالبانو استازیتوب ترڅنګ ددې پرلیکوکې د دوی شتون اغیز لري.

داسې ښکاري، چې د نوي حکومت د پېل په شان داځل بیا د سولې هيلې د را ژوندي کېدو په حال کې دي او د افغان حکومت، پاکستاني چارواکو، امريکا او چين هېوادونو په  حرکتونو کې د خبرو اترو د مثبت څرک نښې د ښکاره کېدو احتمال ليدل کيږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام