د سولې عالي شورا رییس محمدکریم خلیلي له افغان سولې پروسې سره له یوه واحد ادرسه د حکومت او سیاستوالو پر ګډ دریځ ټینګار وکړ.
نوموړي چې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، حکومت، سیاسي کړۍ او افغانان دې د یو بل حذفولو پر ځای، د یوې واحدې ډلې په توګه له افغان سولې پروسې سره چلن وکړي، کهنه دا پروسه به ناکامه کړي.
خلیلي وايي، د سولې پروسه یوه مهم پړاو ته رسېدلې او باید په بشپړ یووالي له یادې پروسې سره چلن وشي.
خلیلي په ټینګار سره وايي: «که حکومت وغواړي چې د حکومت له ادرسه په یوازېتوب سره د سولې پروسه پر مخ یوسي، روښانه وایم چې دا پروسه ناکامه ده او که سیاسي ګوندونه چې د حکومت مخالف دریځ یې غوره کړی هم وغواړي دا پروسه په یوازیتوب پر مخ یوسي، هم ناکامه ده او افغانان به پهکې ماته خوري.»
نوموړی د دې پروسې پر ځواکمنولو ټینګار کوي او وايي، اجازه باید ور نهکړو چې دا پروسه رانه ناکامه یا هم د خلکو د غوښتنو خلاف پر مخ لاړه شي.
خلیلي دغه راز پر بینالافغاني خبرو اترو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «په پای کې به وکولای شو چې د سولې پروسه بینالافغاني کړو او خپلې ستونزې او اختلافونه په خپلو کې حل کړو، نړیواله ټولنه یوازې د اسانچاري رول پهکې ولوبوي او دا کار هغه وخت شونی دی چې موږ ټول یو لاس شو، کهنه دا پروسه به په بله لاړه شي.»
خلیلزاد: د قطر درې ورځنۍ غونډه ګټوره وه
په قطر کې د سولې غونډه دوې ورځې وځنډېده
قطر؛ خلیزاد له طالبانو سره په «جدي مواردو» خبرې کوي
محمدکریم خلیلي د عبدالعلي مزاري پر تلین غونډې د پروني برید د غندلو ترڅنګ، له حکومت، ناټو ځواکونو او امنیتي ځواکونو وغوښتل چې عاملان یې ونیسي او ټینګار یې وکړ چې دا ډول بریدونه به یې هېڅکله هم د سولې غوښتنې غږ بند نهکړي.
د مزاري پر تلین غونډې د تېرې ورځې په برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان دي.
د سولې عالي شورا رییس وايي، هغه ستره غونډه چې ټاکل شوې وه د عبدالعلي مزاري د څلورویشتم تلین د نمانځنې په موخه د کب میاشتې په ۲۴مه جوړه شي، هم لغوه شوې ده.