حکمتیار: پر جوماتونو او دیني‌عالمانو بریدونه د سیکولرانو کار دی

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن کابل کې د دیني عالمانو غونډې ته وویل چې پر جوماتونو بریدونه او د هېواد دیني‌عالمانو ترور د سیکولرانو کار دی.

ده ویلي، د هېواد دیني‌عالمان هره ورځ ترورېږي؛ خو تر ننه هېڅ کمونیست او سیکولر نه‌دی ترور شوی.

ګلبدین حکمتیار د پولیسو په یونیفورم کې او د وسلې جوازوالا کسانو په لاس د دیني‌عالمانو ترور د پلان له‌مخې ګڼي او د دیني عالمانو یووالی غواړي.

د حزب اسلامي مشر په وینا، معلومه نه‌ده چې دولتي مسوولین پر کوم دین او مذهب باور لري او سیکولران هم پر دین، مذهب، قانون او اخلاقو باور نه‌لري او د حلال او حرام توپیر نه‌کوي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د امرالله صالح فېسبوکي پوست په غبرګون کې ـ چې لیکلي یې  دي پولیس د اور حق لري ـ وایي، قانون پولیسو ته وسله نه‌ده ورکړې چې پر وطنوالو ډزې وکړي.

دی، د پوښتنې په توګه وایي، کله چې د حکومت او امنیتي بنسټونو چارواکي، د مسوولانو خبرپاڼې په ښکاره پر وطنوالو پولیسو ته د ډزو اجازه ورکوي، هغوی به په پټه پولیسو ته څه ډول لارښوونې کوي؟ 

په همدې حال کې لیکوال حبیب حمیدزاده وایي، په هېواد او سیمه کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې مخینه نه‌لري او د افغانستان سیکولاران تر ډېره پر فکري کارونو او لیکنو بوخت دي.

ښاغلی حمیدزاده زیاتوي ښاغلي حکمتیار تر ډېره له انزوا د ځان‌ایستلو او طالبانو ته د ورنږدې کېدو په موخه دا ډول څرګندونې کوي.

ښاغلی حمید زاده زیاتوي، د حزب اسلامي مشر ته د خلکو بې‌اعتنایي، د ولسي جرګې په ټاکنو کې ماتې او ناوړه مخینه سبب شوې چې ځان ته د شهرت او بنسټ‌پالو کسانو پیدا کولو په موخه دا ډول څرګندونې کوي.

ورته مطالب:

حکمتیار: د سولې مشورتي جرګه بې‌ګټې ده

حکمتیار: په هېواد کې روانه جګړه قومي بڼه لري

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام