حکمتیار: حزب اسلامي چمتو ده له طالبانو سره شریک شي

سلام‌وطندار د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې ليکلي چې گلبدین حکمتیار وايي، د حزب اسلامي رهبري چمتو ده چې له طالبانو سره همکار او شريک شي او د طالبانو د لېوالتيا پر مهال به دوی له دې ډلې سره يوځای شي.

حکمتیار تېره ورځ ويلي که چېرې دواړه ډلې طالبان او حزب اسلامي يو بل ته لاس سره ورکړي د افغانستان بحراني وضعيت به پای ته ورسېږي او هېڅ ځواک به يې مخې ته ونه درېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې همداراز ويلي، د بين‌الافغاني خبرو د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته دوی چمتو دي له طالبانو سره خبرې وکړي او اوس مهال پرېکړه د طالبانو لاس کې ده.

حکمتیار د خپلو پلويانو په منځ کې ويلي چې د افغانستان دولت « ضعيف او وېشل شوی» دی او حزب اسلامي له طالبانو سره ګډ مشترکات لري.

نوموړي يوه مياشت وړاندې په يوه مرکه کې وويل چې امريکا په افغانستان کې له جګړو ستړې شوې او يوازې له مالي او ځاني زيانونو پرته يې بل څه لاس ته نه دي راوړي.

حکمتیار وايي، د افغانستان دولت هوډ لري چې د سولې خبرې د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو يعنې تر نومبر مياشتې پورې وځنډوي.

نوموړي د سولې پروسه کې د سيمې د هېوادونو د ونډې په اړه وايي چې هند له پاکستان سره د سيالۍ لپاره د سولې له فشارونو خوښ نه دي او له ملېشو يې د ملاتړ هڅې پيل کړې دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام