حمید حسن او نبي عیسی خیل د اتصالات سوداګریز سفیران شول

د اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ یو ځل بیا دافغانستان کرکټ سره یوځای شوه خو دا ځل به د کرکټ ملي لوبډلې سره نه د ۲ مخکښه افغان کرکټرانو سره ملګرې وي.

یاد مخابراتي شرکت تیره ورځ په کابل کې د مخکښه تیزبالرحميد حسن او پخواني کپتان تکړه ال راونډر محمد نبي عیسی خیل سره یو تړون لاسلیک کړ.

په افغانستان کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د چارواکو لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړه کرکېټ لوبغاړي به د دې شرکت په اعلاناتو او ټولنیزو کمپاینونو کې راښکاره کیږي او دغه راز به ددې شرکت د سوداګریزو او ټولنیزو برخو د سفیرانو په توګه کار کوي.

 په خپله د افغانستان کرکټ بورډ تراوسه دکرکټ بورډ او ملي لوبډلې د پخواني مالي ملاتړ(اتصالات) مخابراتي شرکت سره د حمید حسن او محمد نبي عیسی خیل د تړون په اړه څه نه دي ویلي.

د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او مشهور لوبغاړي محمد نبي عیسې خیل په خپله ټویټر پاڼه کې له اتصالاتو مخابراتي شرکت څخه مننه کړې ده.

د نوموړي په وینا چې له یاد شرکت څخه منندوی دی، چې له حمید حسن سره یې په ګډه د خپلو توکو او ټولنیزو پروګرامونو د سفیر په توګه وګماره.

د ښاغلي عیسی خیل په وینا، کوښښ به وکړي چې د یاد شرکت د پروګرامونو له مخې به هڅه وکړي چې د کرکټ په اړه عامه پوهاوی لاپسې زیات کړي.

د یادونې وړ ده چې تیزبالرحمید حسن د څوو کلونو راپه دېخوا د اتصالاتو مخابراتي شرکت سره په تړون کې وو او ددې شرکت د توکو په اعلانونو کې ښکارېده خو دا به لومړی ځل وي چې نبي عیسی خیل په ورته پروګرام کې راښکاره کیږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام