د افغانستان د چارو ادارې د سیاسي، کلتوري او ټولنیزو چارو رییس میاګل وثیق نن ورځ په کابل کې د پوهنې له نړۍوالې ورځې نمانځغونډه کې وویل، د ولسمشر اشرف غني د کار په لومړیو ورځو کې ښوونه او روزنه د هغه په کاري لومړیتوب کې ځای درلود؛ خو هېواد کې روانې جګړې دغه لومړیتوب ته بدلون ورکړی دی.
د ښاغلي وثیق په وینا، ناامني لامل شوې د پوهنې بهیر تر سیوري لاندې راولي او د ناامنیو له امله همدا اوس شاوخوا درې نیم میلیونه پر شرایطو برابر له ښوونځیو پاتې دي.
دغې غونډې کې د پوهنې وزارت د سواد زدهکړې معین سردارمحمد رحیمي وايي، په تېرو لسو کلونو کې د پوهنې بودیجه له ۱۸ سلنې ۱۱.۵ سلنې ته راکمه شوې ده.
د ښاغلي رحیمي په وینا، د افغانستان د ملي بودیجې ډېره برخه د امنیت سکټور ته ځانګړې کېږي او لامل شوې چې د پوهنې برخې ته لازمه بودیجه بېله نه شي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي، همداس اوس د ټول هېواد په کچه ۹ میلیونه ماشومان په ښوونه او روزنه بوخت دي.
د پوهنې وزارت د شمېرو لهمخې، افغانستان کې ۱۷زره او ۴۳۰ ښوونځي فعاله دي چې له دې ډلې یوازې ۹زره یې ودانۍ لري او د پاتې ښوونځیو زدهکوونکي تر خېمو لاندې درس لولي.
افغان حکومت ۱۳۹۷کال د پوهنې ملي اشر کال نومولی دی.