د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جګړې لهکبله بېځایه شوي کسان وايي، دواړو لوریو د یادې ولسوالۍ په هر کلي کې د تالاشۍ پوستې جوړې کړي چې له کورنیو په زور پیسې اخلي.
دغه بېځایه شوي وايي، د دوی د خپلمنځو جګړو لهکبله یې کورونه او شتمني پرې اېښې، د ځان او کورنۍ لهپاره خوراکي توکي له کورونو راټولوي او له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
د درزاب ولسوالۍ دوه تنه بېځایه شوي عبدالله او سیفالله وايي، په یاده ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو او داعشیانو ترمنځ جګړه ده او په هر کلي کې یې کمربندونه اچولي چې خلک یې له سیمې وتلو ته اړ کړي دي.
په همدېحال کې د جوزجان ولایتيشورا غړی حفیظ الله ندرت هم د یادو بېځایه شویو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له حکومته غواړي چې د بېځایه شویو کورنیو د لاسنیوي ترڅنګ په یادو سیمو کې عملیات وکړي.
بلهخوا د درزاب ولسوالۍ امنیې قومندان تورن اسماعیل هم سلاموطندار ته د بېځایه شویو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه چې په اړه یې د جوزجان والي ته هم رسمي مکتوب لېږلی دی.
د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو او داعشیانو ترمنځ له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې د سیمهییزو مسوولینو په وینا، له کبله یې د دواړو لوریو شاوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.