جوزجان کې د ملي امنیت ۷ سرتېري وژل شوي

د جوزجان په اقچې ولسوالي کې محلي مسوولان د ملي امنیت د ۷ ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د اقچې ولسوال غلام‌سخي سبحاني سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه د دغې ولسوالي پر «جبارشهید کلا» سیمې برید کړی او له امنیتي ځواکونو سره نښتي دي.

د نوموړي په وینا، په یاده نښته کې د ملي امنیت ۷ ځواکونه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د اقچې ولسوال زیاتوي چې په یاده نښته کې وسله‌والو طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، خو تر اوسه یې کره شمېرې نه دي په ډاګه شوې.

طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام