د یوې طلايي ورځې په لمر خاته کې له ښار لرې پراته داسې ودان کلي ته ورځو چې لارې یې له ډېرو کږلېچونو، لوړو او ژورو تېرېږي. له کوره مات شوي خاورین دېوالونه چاپېر دي او په کې دوې په غوږونو کڼې نجونې د خپلو ګوتو، ستنې او تار په مټ د کورنۍ روزي ګټي.
زهرا او فاطمه دوه جوړه یا غبرګونې خویندي په یوه کوټه کې اوسېږي او شاوخوا رنګارنګ تیکي ورټولې دي ترڅو د کلي نجونو ته د ورځې موډ جامې جوړې کړي.
زهرا سپین مخ او شنې سترګې لري، دېوال ته یې ډډه وهلې او د جامو ګنډلو ماشین یې مخې ته اېښی.
زهرا وايي، د همدې ماشین د څرخ په ګډولو او د خپلو خور په ملتیا د کورنۍ او خپل ځان ټول لګښتونه پوره کوي.
فاطمې او زهرا خپل پلار هم د دوی د عمر په څوارلسم پسرلي کې د هېواد او وطن د دفاع په لاره کې لاسه ورکړی.
فاطمه وايي، له خپلې خور سره یو ځای د خیاطۍ ورکشاپ ته تللې تر څو د پلار د مړینې ترڅنګ د دوی معلولیت د دردېدلې مور د لا ناهیلې کېدو لامل نه شي.
د زهرا او فاطمې مور د خپلو لوڼو شهامت ستايي او وايي، د ټولو ننګونو په زړه کې الله(ج) د دغو دوو نجونو په نعمت نازولې او په ژوند کې یې مثبت تغیرات راوستي.
د جوزجان د ښځو چارو ریاست رییسه مسلمه غني زاده هم د دغو دوو کڼو خویندو فعالیتونه ستايي او ډاډ ورکوي چې اداره به یې د دوی د ظرفیت او پياوړتیا لوړولو لپاره هېڅ راز مرسته درېغ نه کړي.
دا یوازې فاطمه او زهرا نه دي چې د کورنۍ د لګښتونو دروند پېټي یې په اوږو دی؛ بلکې د دې خاورې په هره برخه کې سلګونه زهرا ګانې او فاطمې شته چې د کورنۍ اقتصاد ته یې اوږه ورکړې ده.