جندالله ترهګره ‌ډله غواړي په تخار کې نظامي اډه جوړه کړي

د تخار ولایت پولیس وايي، د جندالله ترهګره ډله غواړي، چې په دغه ولایت کې نظامي او تروریستي اډه جوړه کړي.

د ياد ولایت امنيې قومندان نور محمد حکيمي سلام وطندار ته وویل، وروسته له هغه چې افغان امنيتي ځواکونو په کندوز ولایت کې د جندالله ترهګرې ډلې پر روزنیز مرکز بريدونه وکړل، نو اوس دغه ډله غواړي په تخار ولایت کې خپل پخوانی فعالیت له سره پېل او نظامي اډې تاسیس کړي.

د تخار امنيې قومندان وايي، چې پخوا د جندالله ډله پر چهاردره، امام صاحب او دشت ارچي ولسواليو کې فعاليت کاوه، خو کله چې د دوی اډې د افغان امنيتي ځواکونو تر بريدونو لاندې راغلل، نو دې ډلې پورې تړلې ترهګر د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ له لارې د تخار اشکمش ته وتښتېدل.

د تخار ولایت امنيه قومندان وايي، چې د دوی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د جندالله ډله د عامو وګړو په منځ کې د تبلیغاتو له پاره خپل کسان ځای پرځای کړي دي.

ملاخدای نظر، چې په دې وروستيو کې د جندالله له ډلې سره يوځای شوی و او د افغان امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی په خپلو اعترافاتو کې ویلي، چې جندالله د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ په وړو کلو کې خپل یوه وړه تبلغي ډله ځای پرځای کړې ده، څو عام خلک د دغې شبکې سره د يوځای کېدو له پاره وهڅوي.

ملاخدای نظر د کندوز ولایت د قلعه زال اوسېدونکی دی، چې اشکمش ولسوالۍ ته له رسېدو وړاندې سره د نورو پنځوو تنو سره د افغان امنيتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

جندالله هغه ترهګریزه ډله ده، چې په ۸۰ مه هجري شمسي کال کې خپل ترهګریز فعاليتونه په افغانستان کې پېل کړل.

د دغې ډلې رهبري " طایر یولداش" په لاس کې ده، چې د القاعدې او طالبانو سره نږدې اړيکې لري.

پاکستاني چارواکي په ۲۰۰۹ م ميلادي کال کې اعلان وکړ، چې طاهر یولداش د دغه هېواد په شمال غرب سيمه کې د امريکا بې پېلوټه الوتکې د بمبارد په نتیجه کې وژل شوی دی.

خو دغه خبر بیا په ۲۰۱۰ م ز کال د يوې خپره شوې ويډيو کې دغه خبر رد کړ.

د جندالله ډله د سړک غاړې بمونو د جوړولو او جهادي قومندانانو په وژلو کې د ترهګرو ډلو په منځ کې خاص شهرت لري.

د افغان امنيتي ځواکونو په وينا دغه ډله د پامیر ۳۰۳ زون قومندان جنرال داود داود، د کندوز ولایت پخواني امنيې قومندان عبدالرحمان سېدخيلې په ترور کې هم لاس لري.

یاده دې وي، چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د جندالله څانګې رهبر  قاري غلام حضرت، چې په ابو حذیفه مشهور و د عمار په نوم خپل مرستیال سره یوځای سره د ۳ نورو کليدي غړو د ملي امنيت په هوايي بريد کې ووژل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام