جنجالي کتاب «ناشناس ناشناس نه‌دی» په کابل کې چاپ شو

ناشناس ناشناس نه‌دی جنجالي کتاب په ۱۰زرو نسخو کې د امیري خپرندویې ټولنې له لوري په کابل کې چاپ شوی او نږدې ورځو کې به بازار ته راووځي.

د امیري خپرندویې ټولنې رییس وسیم امیري سلام وطندار ته وايي چې دا کتاب ۲۲۸مخه لري چې د مینه‌والو د پرله‌پسې ډېرو غوښتنو له امله یې په زرګونو نسخې چاپوي او بازار ته یې عرضه کوي.

دا کتاب  د صبور سیاه‌سنګ له لوري د افغانستان د مشهور سندرغاړي صادق فطرت ناشناس په ژوند لیکل شوی. شهمامه خپرندویې ټولنې د لومړي ځل له‌پاره د تېر کال په حوت میاشت کې په هالنډ کې خپور کړ چې له ډېرو غبرګونونو سره مخ شو.

وسیم امیري وايي، ځېنو ډلو هڅه کوله چې په‌دې کتاب کې خاص قوم ته د شوي سپکاوي له امله هغه د کتاب له چاپه راوګرځوي؛ خو وايي چې د چا د فشار لاندې نه‌دی راغلی.

په ورته وخت کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د رسنیو د برخې مشاور جعفر راستین سلام وطندار ته وویل چې د افغانستان د رسنیو قوانینو له مخې د هر ډول کتاب چاپول اجازه لري او اطلاعات او کلتور وزارت د دې کتاب له چاپ سره ستونزه نه‌لري.

د ښاغلي راستین په وینا، هېڅ کتاب له چاپه مخکې نه سانسورېږي؛ خو که اطلاعات او کلتور وزارت ته شکایت وکړ؛ دوی کتاب له چاپ او نشر نه وروسته تر څېړنو لاندې نیسي.

کتاب ولې جنجالي شو؟

د «ناشناس ناشناس نه‌دی» کتاب خپرېدل په اروپا کې هغه وخت غبرګونونه راوپارول چې د ځېنو پاڼو عکسونه یې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شول. ناشناس په هغو پاڼو کې د پټې خزانې له اصالت نه انکار کړی او هغه یې د عبدالحی حبیبي له لوري یو «ابداعي» کتاب بللی و.

پټه خزانه د هوتکي پاچا علي‌حضرت شاه‌حسین هوتک د پېر نامتو لیکوال محمد هوتک هغه تذکره ده چې په (۱۱۴۱- ۱۱۴۲ هجری ق.) کلونو کې لیکل شوې او د ۵۰ پښتنو شاعرانو او لیکوالو ژوند لیکونه یې د تاریخ د خاورو په زړه کې ساتلي دي.

پټه خزانه هغه اثر دی چې د پښتو ژبې د تاریخ په اړه لومړنی لاسوند بلل کېږي.

ویل کېږي چې علامه عبدالحی حبیبي دا کتاب په ۱۳۲۲ لمریز کال کې پیدا او یو کال وروسته چاپ کړ.

په «ناشناس ناشناس نه‌دی» اثر کې صادق فطرت ناشناس د پټې خزانې د نفې ترڅنګ د نازو انا او ملالې میوندۍ پر خارجي وجود نه هم انکار کړی او د شاه‌ امان‌الله خان په قهرمان‌سازۍ یې نیوکې کړې‌دي.

 

په ټولنیزو رسنیو کې د دې کتاب د پاڼو د عکسونو له خپرېدلو سره مخالفت څرګند کړی چې ښاغلی ناشناس یې دې ته مجبور کړ چې د پټې خزانې په اړه د کافي مطالعې نه‌لرلو په اړه خپله منښته وکړي.

ډاکټر صادق فطرت ناشناس په پښتو ژبه کې دوکتورا لري او د پتې خزانې د کشفوونکي علامه عبدالحی حبیبي له خپلوانو بلل کېږي.

تر اوسه نه‌ده معلومه چې «ناشناس ناشناس نه‌دی» اثر به په افغانستان کې له څه غبرګون سره مخ شي؛ خو له‌دې مخکې ځېنو فېسبوک کاروونکیو ویلي وو، حکومت هڅه کوي چې د دې کتاب د خپرېدو مخنیوی وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام