د شپې ۱:۳۰ دقيقې وې، چې د جمیلې کور ته دوه نا پېژانده کسان ننوتل.وروسته له ۱۰ دقیقو د دوو ډزونو اوازونه اورېدل کيږي.
محمد حسن په وينو لړلې جامه کې ستړی، ستړی او په تيزۍ سره ساه اخلي، د شپې په تیاره کې له کوره وځي او په کوڅه کې ورکيږي.
په سبا (دوشنبې) ورځ سلام وطندار له جميلې غواړي، چې خپله بيګانۍ کیسه وکړي.
جميله په رڼو او قهرېدلو سترګو وايي، چې تازه مو سترګې پټې شوې وې، چې دوه ځوانان راغلل یو يې " زما د ۸۰ کلن مېړه لاسونه او پښې کلکې کړلې" او بل يې د جنسي تيري په نیت "پر ما برید وکړ" .
جميلې د یو لنډ ځنډ وروسته وویل، چې کله جنسي تېری کوونکی د دې د خوب تخت ته نژدی شو، نو د بالښت له لاندې يې تومانچه را وویسته او د همایون (تجاوز کوونکي) په سر کې يې یوه مرمۍ سړه کړه.
د سلام وطندار خبريال وايي، چې د تومانچې او تجاوز کوونکي سر ترمنځ د لږ واټن له امله د همایون سر دوه ټوټې شوی.
بله مرمۍ د همايون ملګري محمد حسن په سينه لګيږي او د مرمۍ د زیات قوت له امله حسن، د کوټې کونج ته په غېر ارادي شکل غورځيږي.
خو د محمد حسن بدن، چې لا ګرم دی د جميلې له کوره په تېښته بریالی کيږي.
جميله، چې د فاریاب ولایت د ګرزيوان ولسوالۍ اوسېدونکې ده، وروسته له لږ ځنډ څخه د سيمې پولیس له پېښې خبروي او پولیس هم ځان د پېښې ځای ته رسوي.
د ګرزيوان ولسوالۍ امنيه قومندان بشریار پرواني سلام وطندار ته وویل، کله چې محمد حسن د خپل ټپي ځان د درملنې له پاره د ولسوالۍ اړوند روغتون ته ورځي، نو د پولیسو له لوري نيول کيږي.
خو محمد حسن کیسه بیا د جميلې او د پولیسو د قومندان سره توپير لري.
هغه چې په ډېرې سختۍ سره خبرې کولی سلام وطندار ته وویل :" زه او همایون دواړه غوښتل مو، چې د جميلې له کوره تاریاک واخلو، نو ځکه د هغې کور ته ننوتلو".
هغه وايي، چې دوی هيڅکله هم پر جميلې د جنسي تيري نیت نه درلود.
د محمد حسن پلار عبدالستار، چې د ګرزيوان ولسوالۍ د "شاخ " درې اوسېدونکی دی په روغتون کې د خپل زوی د ليدلو له پاره راغلی و؛ سلام وطندار ته وویل، اصلاً د ده باور نه شي، چې زوی به يې په دغه نیت د يوې ښځې کور ته ورغلی وي او " اوس هم حيران دریان یم".
د ګرزیوان امنيه قومندان وايي، چې د افغانستان د جزا قانون له مخې ۲۵ کلنه جمیله له خپل ځانه د شخصي دفاع له مخې د هر ډول سزا څخه مبرا ده او پولیس هم د دغه شان ښځو پر شجاعت او مېړانه افتخار کوي.
خو جميله بیا وايي، ویره لري چې د دې له لاسه زیان ليدونکي کورنۍ به ور څخه انتقام اخلي.
نوموړې له حکومته وغوښته، چې د دې د خونديتوب له پاره باید لاس په کار شي.