د اسلامي جمعیت ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ثبات او همپالنې ټیم د بریا د اعلان ملاتړ کړی او د دغه ټیم له مشرتابه یې غوښتي چې د «درغليکوونکیو پر وړاندې» اقدام وکړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو ګټونکی دی او حکومت یې باید د هغو مفسدانو پر وړاندې چې «د خلکو د ارادې په جعل او درغلۍ» کې یې لاس درلود، د عدلي او قضايي ادارو له لارې یې پر وړاندې حقوقي اقدامات وکړي.
دغه ګوند د ټاکنو کمېسیون له لوري د ولسمشري ټاکنو د وروستۍ پایلې اعلان «د ولسواکۍ او د خلکو رښتینې ارادې پر وړاندې نرمه کودتاه» بللې ده.
جمعیت اسلامي له عبدالله غوښتي چې د منتخب ولسمشر په توګه دولت جوړ او دغه ګوند به د حکومت جوړولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او عطامحمد نور بیا له خپلو رقیبانو غوښتي چې ملي پروسو ته درنښت وکړي او د ټاکنو پایله ومني.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون محمداشرف غني د ولسمشري ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
عبدالله او ټیم یې د ټاکنو کمېسیون له لوري د ولسمشري ټاکنو د وروستۍ پایلې له اعلان وروسته د رڼو او بایومټریک شویو رایو پر بنسټ خپله بریا اعلان کړه او ویې ویل چې د ثبات او همپالنې ټیم به یو «ټولشموله» حکومت جوړ کړي.