د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وايي، د ولسي جرګې غړي فریدون مومند پر مېلمستون برید کې ۳ کسان وژل شوي او پنځه ټپیان دي.
خوږیاڼی وایي، دغه پېښه کې یو بریدګر، یو ساتونکی، د زبیر په نوم یو عام کس او د هغه ۱۴ کلنه خور وژل شوي او پنځه کسان ټپیان دي.
هغه وویل، زبیر او خور یې د فریدون مومند د مېلمستون په څنګ کې هغه مهال خپل کور کې د بریدګر له خوا وژل شوي، چې له وارخطایۍ هغه کور ته ننوتی و.
بریدګر په همدغه کور کې یوه کوچنۍ ماشومه هم ټپي کړې ده.
نوموړی وايي، په دې پېښه کې د پنځو ټپیانو له ډلې دوه د عامه نظم سرتیري، دوه ملکیان او یوه ماشومه شامل دي.
د والي ویاند وایي، اوس برید کابو شوی؛ خو امنیتي ځواکونه په یو لا درکه شوي بریدګر پسې لټه کوي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل سلاموطندار ته ویلي، له دغې پېښې روغتون ته درې جسدونه او پنځه ټپیان وروړل شوي چې د ټپیانو روغتیایي حالت ښه دی.
د فریدون مومند زوی تېمور مومند سلاموطندار ته وویل، درې بریدګرو یې پر مېلمستون برید کړی، لومړی ځانمرګي په دروازه کې له ساتونکیو سره په نښته کې وژل شوی، دوه یې ودانۍ ته ننوتي چې له هغو هم یو د ساتونکیو له لوري ویشل شوی. دی
هغه وایي، دریم بریدګر اوس لا درکه دی. تیمور مومند خپل دفتر یا مېلمستون کې د خپلو کسانو د مرګژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل.
لومړني معلومات:
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، نن سهار شاوخوا ۷بجې د دې ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند مېملستون ته ځانمرګي بریدګر ننوتلي چې اوس یې د له منځه وړلو عملیات روان دي.
د فریدون مومند مېملستون د جلالاباد ښار دویمې حوزې څلویښت متره سړک کې دی.
د خوږیاڼي د معلوماتو لهمخې، فریدون مومند او د کورنۍ غړي يې په دې مېملستون کې موجود نه وو، خو څو تنه زدهکړیالان او خدمتګاران هلته مېشت دي.
ویل شوي، بریدګرو لومړی په چک پوينټ ډزې کړي او وروسته یې ځانونه کورته رسولي دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی اخستی.