جلال‌اباد کې د موټرسایکل پر بندیز اعتراض

ګڼ شمېر موټرسایکل چلوونکیو او د دې نقلیه وسیلې کاروباریانو نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې له یو لاریون وروسته د ولایت مقام مخې ته اعتراضیه خېمه ودروله.

لاریونوالو له رسنیو سره په خبرو کې د ځايي حکومت د هغې پرېکړې خلاف خپل غږ پورته کړ چې له‌مخې یې جلال‌اباد ښار او نږدې ولسوالیو کې د موټرسایکل پر ګرځېدا بندیز لګول شوی.

دا بندیز د تېرې اوونۍ په پیل کې له هغې وروسته لګول شوی چې ننګرهار او په ځانګړي ډول جلال‌اباد ښار کې موټرسایکل سپرو وسله‌والو د ملکيانو تر څنګ یو شمېر امنیتي سرتېري په نښه کړل.

ننګرهار کې د موټرسایکلو د اتحاديي درې غړي ذبېح‌الله حقیار،محمدافضل اکاخېل او فولاد کامه‌وال وايي، حکومت دې د امنیت له‌پاره له بنسټیزو لارو کار واخلي، نه دا چې قانوني سند لرونکي وسیلې بندې کړي.

دوی وايي، قانوني اسناد لري، د مالیې او قانوني عوایدو د ورکولو ترڅنګ په‌خپله همدې ادارې جواز سیر ورکړی؛ خو بیا یې هم د درېدو مخه نیسي.

دوی زیاتوي، ننګرهار کې شاوخوا ۱۰ زره موټرسایکلې قانوني اسناد لري او دغه راز شاوخوا ۳زره کسان د موټرسایکلو له راواردولو بیا تر جوړولو په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت دي چې د موټر سایکلو له بندېدلو سره ډېر مالي زیان وراوښتی دی.

دغه لاریونوال له حکومته د هغو موټرسایکلې د نیولو غوښتنه کوي چې قانوني اسناد نه‌لري او دغه راز یې له موټرسایکل چلوونکیو غوښتنه وکړه چې خپلو وسیلو ته اسناد واخلي.

بل پلو د ننګرهار ډېر اوسېدونکي بیا جلال‌اباد ښار کې د موټرسایکلو پر ګرځېدا له لګېدلي بندیزه خوشاله دي او له حکومته د دوامداره بندیز غوښتنه کوي.

د دوی په وینا، دا چاره د امنیتي پېښو په کمښت کې ډېره اغېزمنه تمامېدلی شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی بیا ادعا کوي چې د وژنو، ټپي‌کولو او غلا تر څنګ ډېرې جنايي پېښې موټرسایکل سپاره وسله‌وال تر سره کوي؛ ځکه خو یې د لنډ وخت له‌پاره پر دغه نقلیه وسیلې بندیز لګولی دی.

 د ښاغلي خوږیاڼي په خبره، کله چې وضعیت بېرته ښه او کشفي او نور ارګانونه ډاډمن شي؛ په موټرسایکلو لګېدلی بندیز به لېرې کړي.

د بندو کړل شویو موټرسایکلو چلوونکیو او کاروباریانو د لاریون په پای کې د یو پرېکړه‌لیک په خپرولو له حکومت غوښتنه وکړه، که پر موټرسایکلو د لګول شوي بندیز حکم بېرته وانه‌خلي؛ خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام