د جرمني بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې د ناامنیو زیاتېدو له کبله د مهاجرینو او پناه غوښتونکو ویستل ناشونی کار دی.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې باور دي، په افغانستان کې ناسم امنیتي حالت مناسب دلیل دی، چې افغانان په جرمني کې د پناه غوښتولو له پاره غوښتن لیک ورکړي.
د جرمني خبري اژنس خبر له مخې د دغه هېواد د باندیو چارو وزارت سیاسي معین اندریاس میکایلیس د جرمني هېواد ایتلافي ګوند سیاستوالو سره په کتنه کې ویلي دي، چې په افغانستان کې د ناامنیو زیاتېدو له امله د افغانستان پناه غوښتونکو اجباري ویستل امکان نه لري.
د جرمني هېواد دغه لوړپوړی ډیپلوماټ وايي، په افغانستان کې امنیتي حالت خراب شوی دی او د تېرو کلونو په پرتله د بهرنیانو له وتلو وروسته وسله والو طالبانو فعالیتونه زیات شوي دي.
څه وخت مخکې جرمني هېواد افغانستان ته ۱۳۰ تنه سرتیري راوستل، چې ټولټال د دغه هېواد د نظامیانو شمېر ۹۸۰ تنو ته رسیږي.
ویل کیږي، چې د جرمني دغه شمېر نظامیانو دنده افغان امنیتي ځواکو په ځانکړي دول ملي اردو ته سلا مشورې او روزنه ورکول دي.
له دې مخکې جرمني چارواکو ویلي و، چې زیات شمېر افغان پناه غوښتونکي به بېرته افغانستان ته واستوي، چې د جرمنې هېواد په دغه پرېکړې زیاتو افغانانو نیوکې وکړې او یو شمېر نور په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د فتر مخکې ته د جرمني فدرال دولت په پرېکړه اعتراض وکړ.