د نړېوالو رسنيو د راپور پر بنسټ جاپان پريکړه کړې، چې باید وروسته له څلورو کلونو پر خپل اټومي ريکټرونو یو ځل بیا کار شروع کړي.
په دغو بټيو کار په ۲۰۱۱ م ز کال کې د شدیدې زلزلې له امله بند شوی و.
که څه هم د جاپان عوام خلک د دغو اټومي بټيو د غني کولو سخت مخالف دي، خو بیا هم د اوسني حکومت له لوري يې د یورانيم غني کولو له پاره په ۲۵ بټيو کې د کار د پېل کولو امر ورکړل شوی دی.
د جاپان لومړي وزیر "شينزو ابه" تېره ورځ په خپلو ويناوو کې وویل، چې حکومت يې پريکړه کړې، څو دا ځل د شديدو حفاظتي مواردو په پلي کولو سره اټومي بټۍ بیا فعالې کړي.
وزیر اعظم دا هم ويلي، چې په جاپان کې کاربن زیات شوی او د هغه د کمولو او کنټرول کولو له پاره د اټومي بټيو فعالول یوه اړتيا ده.
ياده دې وي، چې په ۲۰۱۱ م ز کال کې د شديدې زلزلې وروسته په فوکوشيما ایالت کې اټومي بټۍ زیانمنې شوې، چې له امله يې زیات زهرجن مواد هم د دغه هېواد ازادې فضا ته ووتل.
له دې وړاندې په ۱۳۹۰ م کال کې د جاپان صدراعظم ناوتو کان ويلي وو، چې د اټومي انرژۍ پر وړاندې خپله مبارزه په هيروشيما کې ترسره کړه، ځکه دا په نړۍ کې لومړنۍ سيمه وه چې ٦٦ کاله مخکې د اټوم بم قرباني شوه.
هغه مهال لومړي وزیر پر هيروشيما د غورځول شوي بم د قربانيانو په ياد غونډه کې د خبرو په ترڅ کې ويلي وو، چې په تېرو ٢٥ کلونو کې د نړۍ تر ټولو سخت اټومي بحران، چې د جاپان فوکوشيما اټومي بټۍ پنځه مياشتې مخکې تر سختې زلزلې وروسته ورسره لاس او ګرېوان شوه، ده ته دا عقيده ورکړه چې جاپان بايد پر اټومي انرژۍ خپل تړاو ختم کړي.
هېره دې نه وي، چې په ياد هېواد کې له طبيعي افت څخه تر پنځو مياشتو وروسته هم د فوکو شيما اټومي بټۍ د راډيو اکټيف موادو بهېدل نه وو درېدلي.
د امريکا متحده ایالات نږدې ۷۰ کاله وړاندې د ځايي وخت د غرمې پر ۱۱ بجې پر ناګاساکي اټومي بم و غورځاوه.
په دې خونړۍ بريد کې تر ۷۰ زور زيات کسان وژل شوي وو او له کبله يې جاپان په دویمه نړېواله جګړه کې له جنګه لاس واخيست.
له دې بريد ۳ ورځې وړاندې د اټوم بم په لومړۍ حمله کې، چې د جاپان پر هېروشيما اچول شوی وو؛ ۱۴۰ زره کسان وژل شوي وو.