په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس وايي، طالبان په دوحه کې د سولې خبرو اترو په اړه د ناسمو تبلیغاتو ترڅنګ، ناسم معلومات خپروي.
نوموړي چې له یو شمېر خبریالانو سره د امریکا په سفارت کې خبرې کولې وویل، په دوحه کې د سولې خبرو اترو موخه یوې داسې هوکړې ته رسېدل دي چې له مخې یې په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي، د وروستیو ۱۷ کلونو لاستهراوړنې خوندي او ټولنه شا ته و نه ګرځي.
د امریکا سفیر زیاتوي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یوه مسلکي سیاستوال په توګه د امریکا د ولسمشر او بهرنیو چارو وزارت لارښوونې عملي کوي.
جان بس وايي، د طالبانو د دغو ناسمو تبلیغاتو موخه د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو له لوري ورته د سختې له ماتې ورکولو نه د عمومي افکارو اړول دي.
د امریکا سفیر زیاتوي، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، نوره ماتې به وخوري او د وینو تویولو لړۍ به هم دوام ورکړي؛ نو ځکه موږ باور لرو چې د سولې هوکړه به د افغانانو ځور کم کړي.
نوموړی وايي، په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ خبرې اترې پهدې مانا نهدي چې د بینالافغاني مذاکراتو ځای ونیسي. له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې خبرې اترې د افغان حکومت او افغانانو کار دی. «موږ له طالبانو سره پر دوو موضوعاتو چې پر نظامي ځواکونو او د امریکا پر سیاست مستقیم اغېز لري، خبرې کوو.»
اړوند مطالب:
د دوحې غونډه؛ د سولې خبرو اترو پایلې ګونګې دي
قطر کې د افغان سولې خبرې جدي پړاو ته رسېدلي
د محب څرګندونې؛ ټرمپ امنیتي غونده جوړه کړه
د قطر په غونډه کې په جزیاتو بحث روان دی
د جان بس په وینا، امریکا د لنډمهالي حکومت، د افغانستان اساسي قانون او د اوسني حکومت جوړښت په اړه خبرې اترې نه کوي. «بیا هم وایم چې موږ له طالبانو سره په دوحه کې پر هېڅ موضوع بحث نه کوو؛ څرنګه چې له افغان حکومت سره هم پر هېڅ موضوع نه غږېږو. کله چې بینالافغاني خبرې اترې پیل شوې، هغه ټول موضوعات به چې له افغان حکومت او طالبانو سره مو پرې بحث کړی، مطرح کړو او هغه مهال به بیا د افغان حکومت او افغانانو استازي او طالبان وکولای شي چې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.»
د امریکا سفیر د زلمي خلیلزاد هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي وو، پر هېڅ موضوع به هوکړه و نهشي، خو دا چې پر ټولو موضوعاتو هوکړه وشي، وايي: «د دغه عبارت مانا دا ده، هغه پرمختګونه او لاستهراوړنې چې موږ یې د دوحې په خبرو اترو کې لاس ته راوړو، عملي به نه وي، خو دا چې پر دوو نورو موضوعاتو، لکه د بینالافغاني خبرو اترو او یوه عمومي اوربند هوکړه وشي چې له مخې یې پر افغانانو روان تاوتریخوالی کم او وکولای شي د ژوند نورو ستونزو ته پام واړوي. موږ پر دې اصل چې هېڅ هوکړه به نهکېږي، خو دا چې پر ټولو موضوعاتو هوکړه وشي، ولاړ یو.»