تېر کال د ملکیانو په مرګ‌ژوبله کې څه باندې ۷ سلنه کموالی راغلی

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن د یوې خبري غونډې پر مهال په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د ملکي وګړیو د مرګ‌ژوبلې په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په ۲۰۱۹ کال کې ټول‌ټال ۱۰ زره او ۷۷۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ کال کې دا شمېر ۱۱ زره او ۶۱۱ کسانو ته رسېده.

د دوی په خبره، دا شمېرې ښيي چې د ملکي وګړیو په مرګ‌ژوبله کې ۷،۲۳ سلنه کموالی راغلی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري وايي، د ملکي وګړیو په مرګ‌ژوبله کې د طالبانو، داعش ډلې او دولتي ځواکونو لاس په ترتیب سره ۷۱ سلنه، ۵ سلنه او ۱۴ سلنه دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون راپور ښيي چې د مېرمنو مرګ‌ژوبله په تېر زېږدیز کال کې د هغه د یو کال وړاندې په پرتله زیاتوالی موندلی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو برخې مسووله لطیفه سلطاني وايي، په ۲۰۱۹ کال کې ۲۸۲ مېرمنې وژل شوي او ۶۹۲ نورې ټپیانې شوې دي؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ کال کې د وژل شویو مېرمنو شمېر ۹۱۲ کسانو او د ټپیانو هغو ۶۵۶ کسانو ته رسېده.

سلطاني وايي، په ۲۰۱۹ کال کې د ملکي مېرمنو مرګ‌ژوبلې ۳،۸۳ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د دغه راپور موندنې ښيي چې د دولت د مخالفو وسله‌والو په بریدونو کې د ملکي وګړیو مرګ‌ژوبله ۲۷ سلنه او د دولتي ځواکونو او د دولت د ملاتړو له لوري د ملکي وګړیو مرګ‌ژوبله ۴۴ سلنه راکمه شوې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، په ځانمرګو او راکټي بریدونو کې په ترتیب سره ۴۵ او ۵۵ سلنه کموالی راغلی دی. راپور دغه راز ښيي چې د ۲۰۱۹ زېږدیز کال پر مهال په ترورونو او هدفي وژنو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د بشري حقونو کمېسیون موندنې ښيي چې د ملکي وګړیو ډېره مرګ‌ژوبله د هېواد په سوېل ختیځ کې اوښتې وه.

اړوند مطالب:

یوناما: له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې له ۱۰۰ زرو ډېرو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

«د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې ملکي مرګ‌ژوبله څه باندې ۸ سلنه زیاته شوې»

يوناما: د ولسمشري ټاکنو پرمهال ۴۵۸ ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام