د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو۲۴ ساعتونو کې ۳۳۰ نور کسان هم په کورونا ویروس اخته شوي چې ورسره په ټول هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۲۲۴ ته ورسېد.
د ياد وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح نن د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورنا ويروس له کبله ۵ کسان مړه شوي او ۲۴ نور ښه شوي دي.
د دغه معلوماتو له مخې، اوسمهال د ټولو مړو شویو شمېر ۹۵ ته رسېږي او د ټولو روغو شویو شمېر ۴۲۱ ته ورسېد.
مجروح وایي، ۵۹ مثبتې پېښې په هرات، ۳۴ په بلخ، ۴۱ په کندهار، ۱۲ په ننګرهار او پاتې نورې يې په نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او له خلکو یې غوښتي چې د دوی سپارښتنې عملي کړي، په کور کې پاتې شي او له جدي اړتیا پرته له کورونو دباندې ونه وځي.
دا مهال ټوله نړۍ کې له درې نیم میلیونه زیات کسان په دغه ویروس اخته دي او له دوه نیم لکو ډېر یې وژلي دي.