تش جېب؛ په ایران کې د میاشتو ـ میاشتو خوارۍ او غریبۍ پایله

عکس له ارشیفه اخېستل شوی‌دی

خالد د هغه ځوان مستعار نوم دی چې کال مخکې یې د خطرونو په منلو سره ایران ته د یوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو له‌پاره تګ ته زړه ښه کړ. هغه ـ چې د قاچاقیانو په غوړو او نرمو خبرو غولېدلی و ـ په ایران کې له شپږ میاشتني کار وروسته خالي جېب بدخشان ته راوګرځول شو.

خالد له نیمه‌عالي زده‌کړو فارغ شوی چې له فارغېدلو وروسته ډېره موده بې‌کاره و. خالد وايي، بله لاره یې نه‌لرله او د یو ملګري په مرسته یې له قاچاقیانو سره له چانه‌وهلو وروسته د مور سره‌زر وپلورل او تر ایرانه یې ورسره په ۵۰ زره افغانۍ خبره خلاصه کړه. شپږ میاشتې یې په یوې ایرانۍ ودانۍ کې کار وکړ؛ خو په پای کې د ودانۍ څښتنانو د خالد اجوره ونه کړه او هغه یې له ایرانه د ویستلو په پار پولیسو ته په لاس ورکړ.

خالد وايي، قاچاقیانو چې ورته کومې شنې ماڼۍ ښودلې وې او د هغوی ستاینې ورته کړې‌وې؛ ټولې دروغ وې. د ده په خبره، که د هغوی په دام کې نه وی ګیر شوی؛ اوس به پرې دومره توره ورځ نه راتللی. دی ایران ته د خپل سفر په اړه وايي چې د لارې په اوږدو کې څو ځلې د قاچاقیانو او پولیسو له لوري وهل شوی‌دی. دی زیاتوي، په لاره کې د قاچاقیانو له لوري د برمته کېدو ترڅنګ په چاقوانو ووهل شو او ترڅو چې پيسې ور ونه رسېدې؛ دوی ورسره بندیان وو.

جمیل یو بل ځوان دی چې تازه له ایرانه افغانستان ته شړل شوی‌دی. دی وايي چې ایران ته د کار له‌پاره تللی و؛ خو تازه بېرته له پولې را اړول شوی‌دی او له پخوا یې اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی‌دی. د ده په وینا چې هر ځلې به یې د کار له مالکه د پيسو غوښتنه کوله؛ پولیسو ته د تسلیمولو خبرداری به یې ورکولو. ښاغلی جمیل زیاتوي، په ایران کې د کار څښتنانو له لوري خپل حقوق نه ورکول د ټولو افغانانو ګډ برخلیک دی.

د خالد او جمیل د ژوند ترخه داستانونه د دې ښکارندويي کوي چې ګاونډي هېوادونه له هغو افغانانو نه ـ چې د قاچاقیانو په دام کې لوېږي ـ څنګه استفاده کوي.

د بدخشان د بشري حقونو کمېسیون ولایتي دفتر مسوولان هم ورځ تر بلې د کډوالو د زیاتوالي په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د دولتي ادارو د شمېرو له‌مخې په سلو کې ۵۰ سلنه ځوانان هڅه کوي چې په غیرقانوني ډول کډوال شي.

د دې دفتر مشرې عارفې نوید سلام وطندار ته وویل چې د هر کلي له ۱۰۰ نه ۵۰ تنه ځوانان د بې‌کارۍ، غریبۍ او ناامنۍ له امله د انساني قاچاقیانو ښکار شوي‌دي.

د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) ، د افغانستان دولت د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري جوړ او تدوین شوی‌‌دی. د دې میکانیزم موخه لارښوونه کوي چې د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو د ملاتړ، پېژندنې او ارجاع په پار د دولت او مدني ټولنو لارښوونې له‌مخې قاچاقیان وپېژني او د انساني‌قاچاق سره د مبارزې قانون د (۲۰۱۷ کال مصبوې) پر اساس یې قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

ورته مطالب:

برمته کېدل، تنده او بيګاري؛ په کندهاري ځوان څه تېر شول؟

له سخت کار، وهلو او زغم نه وروسته د صفر نقطې ته ګرځېدل

اووه میاشتې بېګاري او هېواد ته تش لاس ستېندل

د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) ، د اتمې مادې ۱۲م بند کې د بشري حقونو کمېسیون دندو په اړه داسې راغلي:

•       د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق جرایمو نه په مخنیوي کې د عامه پوهاوي ورکولو او زده‌کړه‌ییزو پروګرامونو ترتیب او تطبیق او د انساني‌قاچاق او د کډوالو قاچاق د جرایمو د زیان لیدونکيو بشري حقونو د موازینو رعایت کول.

•       د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق پورې د اړوندو قوانینو تدوین او اصلاح کې همکاري.

•       د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د عمومي څارنې په چوکاټ کې د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق متضررینو د بشري حقونو له وضعیته څارنه.

•       د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق سره مبارزې عالي کمېسیون له اجرائتو نه د څلور میاشتي راپور وړاندې کول.

•       د هغو نورو دندو ترسره کول چې د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق له جرایمو سره د مبارزې په تړاو دغه بنسټ ته ورکول کېږي.

د بدخشان د کډوالو چارو ادارې مسوولان هم وايي، له ایرانه بېرته راستانه شوي کډوال د قاچاقیانو کړنو په اړه ټکان ورکوونکې کیسې کوي.

د بدخشان د کډوالو چارو ادارې مشر عبدالواحد طیبي سلام‌وطندار ته وویل، له ایرانه یو شمېر بېرته راستانه شوي اقتصادي کډوال کم عمر لرونکي ماشومان دي چې پولو کې د قاچاقیانو غیرانساني او غیراخلاقي کارونو سره مخ شوي‌دي.

ښاغلی طیبي وايي، د موقتې ادارې له پیله تراوسه له ایرانه څه باندې ۵ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې‌دي چې هېڅ کورنۍ سره د دولت او مرستندویو بنسټونو له لوري مرسته نه‌ده شوې.

د بدخشان د کډوالو چارو ادارې مشر په وینا، د انفرادي او اقتصادي کډوالو شمېر تراوسه پورې روښانه نه‌دی او دولت هغوی سره د مرستې او ملاتړ له‌پاره هېڅ ډول پروګرام نه‌لري.

د افغان حکومت د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق سره د مبارزې قانون پر اساس مکلف دی چې د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق سره مبارزې کې د همغږۍ او نړۍوالې همکارۍ رامنځ‌ته کولو ترڅنګ، د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق سره جدي مبارزه وکړي او قاچاق شوي کس څخه ملاتړ وکړي او مرتکبین یې مجازات کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام