تر سیمه‌ییزې اجماع پرته، د امریکايي چارواکیو سفرونه بې‌ګټې دي

د سیاسي او پوځي چارو یوشمېر شنونکي وايي، تر هغې چې د افغان‌سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع نه وي جوړه شوې، د امریکايي چارواکیو سفرونه بې‌پایلې دي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس تېره ورځ په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغی او دلته یې له افغان لوړوپوړیو چارواکیو سره ولیدل.

که څه هم د راپورونو له مخې، طالبانو سره د افغان حکومت د سولې پروسې او د هېواد وروستي امنیتي وضعیت ارزول، د مټېس د سفر اصلي موخې یادې شوي، خو یوشمېر کارپوهان وايي، تر هغې چې د افغان سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع جوړه نه‌شي، هېواد ته د امریکايي چارواکیو سفرونه بې‌ګټې دي.

پوځي شنونکی جاوېد کوهستاني وايي، امریکايي چارواکي هڅه کوي چې د سیمې کې د افغان سولې په اړه واحد لیدلوری رامنځ‌ته شي، خو په وینا یې دا کار هغه مهال شونی دی چې د سولې پروسه رڼه او جګړه کمه شي.

خو د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر وايي، کابل ته د امریکا د دفاع وزیر راتګ، افغانستان کې د جګړې پای‌ته رسول او د افغان سولې په اړه د سیمه‌ییزې اجماع رامنځ‌ته کولو له‌‌پاره بولي.

د نوموړي په باور، که د افغانستان جګړه کې د سیمې نور ښکېل اړخونه د امریکايي چارواکیو هڅو ته مثبت ځواب ورکړي، کېدای شي د سولې پروسې کې څه‌ناڅه پرمختګ وشي، خو که د سیمې هېوادونو او استخباراتو ترمنځ تقابل زیات شي، هېواد کې روانه جګړه به نوره هم پراخه شي.

د امریکا دفاع وزیر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې تردې وړاندې د دې هېواد د بهرنیوچارو وزیر مایک پمپیو پاکستان ته سفر کړی و او د هغه هېواد له چارواکیو یې غوښتني وو چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او افغان سولې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام