د لوړو زدهکړو وزارت د ۱۳۹۷ کال په بودیجه کې د پوهنتوني استادانو ظرفیتلوړنې ته ۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړېدي.
د دغه وزارت د طرحې پر بنسټ، د دولتي پوهنتونونو لېسانس استادان په هېواد دننه او بهر د ماسټرۍ زدهکړې کول شي. تراوسه د پوهنتونونو ۳۰۰ استادان د ماسټرۍ پروګرام لهپاره په کورنیو پوهنتونو کې جذب شوي او ۷۰۰ نور هغه به بهرنیو هېوادونو ته ولېږل شي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویانده عارفه پیکار وايي، د ۱۳۹۸ کال ترپایه به په پوهنتونو کې هېڅ لېسانس استاد ونهلري.
نوموړې وویل، اوسمهال په دولتي پوهنتونو کې ټولټال ۲زره او ۶۵۲ تنه لېسانس استادان لري او د پلان پر بنسټ به سږکال لهدې شمېره ۱۰۰۰ تنه استادان په کورنیو او بهرنیو پوهنتونو کې د ماسټرۍ پروګرام لهپاره ونیول شي.
د ماسټرۍ درجې ته د پوهنتوني استادانو د ظرفیتلوړونه د لوړو زدهکړو وزارت څلور مادهییزه طرحه وه او د دې وزارت مسوولان په پوهنتونونو کې د دې طرحې پلي کول خپله اراده او تضمین بولي.