د ولسمشر دوویم مرستیال سرور دانش کابل کې د مطبوعاتو نړۍوالې ورځې په مناسبت یوې خبري غونډې ته وویل، د خبریالانو او رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې د تاوتریخوالي سلګونه دوسیې چې په تېرو ۱۰کالونو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې ثبتې شوي؛ تېرو ۶میاشتو کې ورته لاسرسی شوی او تر راتلونکيو دوو میاشتو به د تېرو لسو کالو دوسیې هم وڅېړل شي.
ښاغلی دانش زیاتوي، د دغو دوسیو په تنظیم، تعقیب او ډلبندۍ کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې مهم رول لوبولی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت همغږيکولو ګډې کمېټې چې یو نیم کال مخکې د رسنیو، د خبریالانو ملي ټولنو، اطلاعاتو او کلتور وزارت او نورو امنیتي، عدلي او قضايي بنسټونو له لوري رامنځ ته شوه، موخه یې د خبریالانو د امنیت او مصونیت تامینول دي.
د ولسمشر دوویم مرستیال وايي، د دې ترڅنګ چې دې کمیټې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي تېرو ۱۰ کلونو قضیو ته لاسرسی کړی؛ د حکومت او رسنیو ترمنځ د باور رامنځتهکولو او بېلابېلو ولایتونو کې د خبریالانو پر وړاندې د ناوړه چلن پېښو ته یې لاسرسي کې ډېر کار کړیدی.
دا داسې مهال دی چې د بېپولې خبریالانو سازمان د نوي راپور پر اساس، افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې درجهبندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو لېست کې له ۱۲۰ ځایه ۱۱۸ ځای ته لوړ شویدی.
د بېپولې خبریالانو سازمان راپور وايي، افغانستان کې مخ په خرابېدونکي امنیتي وضعیت سره ـ سره افغان خبریالان د خپلو حقونو او خپلواکۍ په برخو کې د ثابت قدمۍ له امله د ستایلو وړ دی.