په دې وروستیو کې ځېنو بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې افغان حکومت په سعودي عربستان کې د طالبانو له درېیوو تنو مشرانو سره کتلي او د ټاکنو د امنیت او د دې ډلې د بندیانو په خوشې کولو یې خبرې اترې کړېدي.
خو د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي نن په کابل کې د یوې غونډې پرمهال د دې راپورونو په ردولو سره وویل چې له طالبانو سره د افغان حکومت او د سولي عالي شورا له ادرسه مخامخ خبرې نهدي شوي؛ خو د دې هیله شته چې دا خبرې ډېرې ژر پیل شي.
د افغانستان د سولې شورا د مشر په وینا، پهدې وروستیو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ بېباوري کمه شوېده.
ښاغلي خلیلي زیاته کړه، د سولې عالي شورا په دې هیله ده چې دا خبرې پیل شي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم د دې ډلې د استازیو او حکومت ترمنځ د ليدلو راپورونه ردوي او وايي چې له افغان حکومت سره د دوی د استازیو لیدنه حقیقت نهلري.
سره لهدې چې افغان حکومت سولې او د خبرو اترو مېز ته د طالبانو په راوستلو کې هېڅ ډول هڅې نهدي سپمولي؛ آن تر دې چې ولسمشر غني په روژه کې څو ورځې اوربند اعلان کړ او طالبانو ته یې ښارونو او کابل ته د راتګ لاره ورکړه؛ خو بیا هم دې ډلې تر اوسه په پرېکنده توګه افغان حکومت ته ځواب نهدی ورکړی.