د افغانستان ترک توکمو تېره ورځ په یوې غونډې او ټولپوښتنه کې له حکومته وغوښتل، چې د نورو قومونو په څېر په اساسي قانون او برېښنايي پېژند پاڼو کې د ترک کلمه ورزیاته کړي.
په دې غونډه کې د ترکمنو، اوزبیکو، تاتارو، تیموریانو، ایماقو، قیرغېزو، قزاقیانو او د قرلوق مدني بنسټونو استازو او لیکوالو ګډون کړی وو.
دوی د پرېکړه لیک په لوستلو له دولت ته وغوښتل، چې د برېښنايي پېژند پاڼو د عملي چارو له شروع کېدو مخکې یو ځل بیا د قومو د تثبیت په نوملړ غور وکړي او د پښتنو، تاجکو، اوزبیکو، هرازهګانو، ترکمنو، قزاق او نورو په څېر د ترک قوم نوم په اساسي قانون او پېژند پاڼو کې درج کړي.
د ولسي جرګې پخوانی غړی او په اوکراین کې د افغانستان سفیر سردار محمد رحمان اوغلي وویل، د هر وګړي هویت د اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او فردي ازادۍ لهپاره خورا مهم دی او نه باید څوک له خپل هویته بې خبره وي.
نوموړی وايي، ځان پېژندنه د خدای پېژندې په معنا ده.
اوغلي له ټولو افغانانو وغوښتل، چې په خپل هویت ویاړ وکړي.
د رحمان اوغلي په خبره، که د نورې نړۍ په څېر هر وګړی خپل وګړنیز حق ترلاسه کړي په وړیا سره افغانیت مني او د خپل هېواد د ابادۍ لهپاره کار کوي.
رحمان اوغلي په ټینګار وايي، هر هغه ملت چې خپل سیاسي حق او هویت ته ونه رسېږي د حل لهپاره یې لارې لټوي.
د تاتارو د ټولنیز بنسټ غړي انجینیر مصلح وویل، له هویت پرته ژوند کول عیب دی او د راتلونکي نسل لهپاره هڅه کوي؛ نه غواړي، چې راتلونکی نسل یې له هویت پرته ژوند وکړي.
د دې راټولېدنې په پای غونډه کې د افغانستان د ترکانو اجتماعي او فرهنګي بنسټونو دولت او ترکانو د دې بهیر د ملاتړ غوښتنه وکړه.