په دې وروستيو کې په ترکمنستان کې د افغانستان د نوي سفير میرویس ناب او د هغه هېواد د ولسمشر بیردي محمدوف ترمنځ د ليدنې پرمهال د ترکمنستان ولسمشر یوځل بیا په افغانستان کې د سترو اقتصادي پروژو پر عملي کولو ټينګار کړی دی.
د چارو شنونکی اذرخش حافظي سلام وطندار ته وویل، چې د ترکمنستان هېواد تل د يو بې پرې او دوست هېواد په توګه له افغانستان سره ښه همکاري لرله او د دوی همکاري به هم دوام لري.
د نوموړي په وینا، ترکمنستان د افغانستان له پاره د اقتصاد له پلوه يو ډېر مهم هېواد دی.
حافظي وايي، چې په ترکمنستان کې د انرژي زیرمې زیاتې دي او په دغو برخو کې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو لاسلیکول به خورا ګټور وي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ټاپي پروژه، د ۵۰۰ میګاواټو برېښنا غځول او نور د نوي پروژو ژمنې دي او دا به د افغانستان پر امنیت او اقتصاد خورا مثبت اغیز وکړي.
حافظي وايي، چې د ټاپي په پروژه کې د پاکستان ګټې نغښتې دي او دغه هېواد به د خپلو ګټو له پاره هم په افغانستان له لاسوهنو او ناامنیو زیاتولو څخه لاس په سر شي.
له بل لوري د بهرنيو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني وايي، چې په ترکمنستان کې د افغانستان سفير مېرویس ناب په دې وروستيو کې د ترکمنستان ولسمشر بیردي محمدوف ته د باور لیک د وړاندې کولو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخیزو ښو همکاريو په اړه بحث کړی دی او په شویو ژمنو په اقتصادي همکاريو او د ترکمنستان ولسمشر د ژمنو شويو پروژو په اړه یو ځل بیا ټینګار کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د ټاپي پروژې، ترکمنستان څخه د برېښنا د انرژۍ لېږدول، د اورګاډي پټلۍ او تحصیلي بورسونو زیاتولو په اړه ژمنې شوي او عملي کولو باندې يې هم کار روان دی.
ترکمنستان د افغانستان شمال لویدیځ ګاونډي هېوادی دی، چې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره تل ښې اړيکې لرلې او په دې وروستيو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال هغه هېواد ته په یو لړ سترو اقتصادي پروژو په پلي کولو هم هوکړه شوې وه.