په تخار کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د شکمش ولسوالي په یوه مدرسه کې د هاوان مرمۍ په چاودنه کې ۷ ماشومان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر سلاموطندار ته ویلي چې یاده پېښه نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د شکمش ولسوالي په شهرکهنه مدرسه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، د دې پېښې ټول قربانیان له ۱۸ کلونو کم عمر لري.
اسیر وايي، پېښه هغه مهال شوې چې زدهکوونکو غوښتل مرمۍ له یوه ځایه بل ته ولېږدوي او په وینا یې، له کبله یې د اوښتې مرګژوبلې شمېره ښايي لوړه شي.
شکمش، د تخار ولسوالي د ۱۶ ګونو ولسوالیو له ډلې یوه ده چې د تخار د مرکز تالقان ښار په ۱۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده.