راپورونه وايي، چې د بغلان ولایت تالهوبرفک ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
د تالهوبرفک ولسوال فیضمحمد اميري له سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، چې څو شیبې وړاندې پر دغې ولسوالۍ طالبانو حاکمیت پېل کړ.
د امیري پر وینا، افغان امنیتي ځواکونو له وسلهوالو طالبانو سره دوه ورځې مقاومت وکړ، خو نن مجبور شول، چې د دغې ولسوالۍ ساختمان طالبانو ته پريږدي.
راپورونه وايي، چې اوسمهال په تالهوبرفک او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه دوام لري.