د تخار سیمهییز چارواکي وايي، تاجېک ځواکونو د نشهيي توکو قاچاقچیانو ځپلو لهپاره چې طالبانو یې ملاتړ کاوه، د تخار درقد ولسوالۍ کې بمبار کړی دی.
په سیمه کې د ځینو امنیتي سرچینو په وینا، تېره ورځ د تاجکستان امنیتي ځواکونو او قاچاقچیانو ترمنځ هغه مهال نښته پیل شوه چې قاچاق وړونکیو یاد هېواد ته د اوښتو هڅه وکړه.
د تخار امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، د تاجکستان جنګي هليکوپټرو په بمبار کې ۶ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.