د بې پولې فوټبال اداره وايي، چې د سویلي اسیا ښځینه فوټبال جام سیالیو له پاره به د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې مالي ملاتړي وي.
د دې ادارې له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کی ویل شوي، چې د دغو سیالیو له پیل مخکې به د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې له پاره به ورزشي لوازم، تمریني کمپونه او د سفر لګښت یې برابروي.
د سویلي اسیا ښځینه فوټبال جام سیالۍ به د روان ۲۰۱۶ کال په نومبر میاشت کې د هندوستان په کوربتوب ترسره شي.
د دې ادارې مرستیالې او اجرایوي مشرې مري مېک وي وايي، چې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله زړوره او ژمنه لوبډله ده، چې دوې ته یې ملاتړ ستر ویاړ دی.
میک وي وايي، دوې به د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې سره د هدف تر رسېدو پورې د دوی ملګرتیا وکړي.
د امریکې د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې او د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې نوې روزونې کیلي وايي، چې د دې ادارې په مرسته کولی شي، په افغانستان کې د ښځینه فوټبال د دوامداره پرمختګ په موخه زمینه برابره برابره کړي.