بېګا د خېمې د ټولولو پر مهال دوه اعتراض کوونکي وژل شوي

دا دوه اعتراض کوونکي بېګا شپه داسې مهال وژل شوي، چې پولیسو د کابل ښار له شېرپور سیمې نه د اعتراض کوونکیو نه د خېمې په ټولو لاس پورې کړ؛ خو د اعتراضګرو له‌خوا له مقاومت سره مخ شول.

دې اعتراض کوونکیو سلام وطندار ته وویل، چې د کابل ګارنېزون امنیتي ځواکونو د دوی د خېمې د لېرې کولو پر مهال ۲ تنه اعتراض کوونکي وژلي او ۸ تنه یې ټپيان کړي‌دي.

اعتراض کوونکي زیاتوي، چې ۱۲ تنه پولیسو له ځانه سره وړي او ځېنې یې نادرکه دي.

دا اعتراضونه د روانې لمریزې میاشتې د ۱۲مې نېټې د موټر بم چاودنې په اړه، چې د کابل د وزیر اکبر خان مېنې په سیمه کې وشوه راپورته شوي‌دي. د وزیر اکبر خان مېنې په پېښه کې ۱۵۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۴۰۰ تنه ټپیان شول.

امنیتي ځواکونو د دې پېښې مسوولیت حقاني شبکې پورې تړلی و.

له همدې پېښې دوه ورځې وروسته اعتراضونه شروع شول، چې په لومړۍ ورځ یې ۶ تنه ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام