بېګانۍ زلزلې په بغلان کې د یوې کورنۍ ۶ غړیو ته مرګ‌ژوبله اړولې

بغلان کې د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې رییس محمدنصیر کهزاد سلام‌وطندار ته ویلي چې د تېرې شپې زلزلې په پلخمري ښار کې د یوې کورنۍ ۳ غړي وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.

د نوموړي په وینا، دغه پېښه د پلخمري ښار په قشلاق سیمه کې شوې چې ټول قربانیان یې ماشومان دي.

په همدې حال کې د پلخمري ولایتي روغتون رییس محمدانور وردګ هم وايي، تراوسه د ۳ کسانو جسدونه او ۲ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

نوموړی د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام