بین‌الافغاني خبرې اترې تر نامعلومې مودې وځنډېدې

د دولت مرکچي پلاوي سلام‌وطندار ته ویلي چې د ناڅرګندو لاملونو له کبله بین‌الافغاني خبرې اترې چې ټاکل شوې وه د زمري میاشتې په ۲۶مه په دوحه کې پیل شي، ځنډېدلې دي.

د دولت د مرکچي پلاوي غړیو غلام‌فاروق مجروح او حبیبې سرابي سلام‌وطندار ته ویلي چې د ناڅرګندو لاملونو له کبله د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې اترې چې ټاکل شوې وه روانه اوونۍ په دوحه کې پیل شي، ځنډېدلې دي. دوی دا چې یادې خبرې اترې به بېرته کله پیل شي، نه پوهېږي.

د دولت مرکچي پلاوی له طالب ډلې سره د مخامخ خبرواترو د ځنډېدو په اړه جزیات نه ورکوي، خو تمه لري چې راتلونکې اوونۍ به دوحې ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې حکومت د بین‌الافغاني خبرواترو د پیل پر وړاندې خنډ جوړوي.

د ملي مصالحې شورا رییس عبدالله عبدالله نن د سولې له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې وویل چې د دولت مرکچي پلاوی به په بشپړ ملاتړ، واحد نظر او لازمې همغږۍ د خبرواترو مېز ته کېني. نوموړي د مرکچي پلاوي فعالیت، همغږي او پلان‌جوړونه «هیله‌بښونکي» بللي دي.

ټاکل شوې وه بین‌الافغاني خبرې اترې د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کولو درې ورځې وروسته پیل شي، خو طالبانو ویلي چې یادې خبرې اترې به د زمري میاشتې په ۲۶مه په قطر کې وشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت تر اوسه د سولې خبرواترو د ځنډ په اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام