بوست ساتوونکي لوبډلې د شپږیزې ټورنامنټ لومړۍ بریا خپله کړه

د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت پیل شوې دریم پړاو (شپږیزې) ټورنامنټ د شپږمې ورځې ۲ لوبې نن ترسره شوې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د نن ورځې په لومړۍ سیالۍ کې سپین غر زون که له یوه اړخه دفاعي اتله مس عینک له سترې ماتې سره مخ کړه، ترڅنګ یې بوست خپل زور وښود.

بوست لوبډلې بند امیر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره نه یواځی، د دریو ماتو وروسته لومړۍ بریا ترلاسه کړه؛ بلکې د بند امیر د مخکې تګ چانسونه هم ټکني کړل.

د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې سپین غر لوبډلې دپچې ګټلو وروسته دفاعي اتلې مس عینک ته دلومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه او بیا په خپل جال کی راګیره کړه.

سپین غر لوبډلې مس عینک لوبډله ته په ۲۰ اوریزه لوبه کې په ۱۰۵ منډو را ایساره کړه او بیا یې هدف د ۶ لوبغاړو په سوځولو ترلاسه کړ.

له خیبر پښتونخوا څخه راغلی سمیع افریدي په ۴۲ منډو د لوبې غوره لوبغاړې اعلان شو.

دغه راز د نن ورځې په دویمه لوبه کې که څه هم بند امیر لوبډلې په ښکلي بالینګ سره بوست لوبډله په ۱۱۱ منډو را ایساره کړه خو د هدف په وړاندې ناکامه شوه.

بند امیر لوبډله په ۱۸ م اور کې د افتاب عالم د زیاتو ۲۸ منډو سره سره په ۹۹ منډو وسوځېده او په ۱۲ منډو یې دروانو سیالیو دویمه ماتې وخوړه.

د بوست له پاره د لوبې غوره لوبغاړی سید شیرزاد اعلان شو، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې دسیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې ده، دروانو سیالیو په دوام به سبا لومړۍ لوبه کې امو له مس عینک او په ورپسې لوبه کې بیا بند امیر له کابل بازان لوبډلې سره لوبه وکړي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام